د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ترهه ګرو ته به د بیا راتګ موقع نه ورکوو”


د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي وايي، ترهګر به بیا دې ته نه پرېږدي چې قبایلي سیمې یرغمال کړي.

سردار مهتاب عباسي دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ مومند ایجنسۍ ته د یو ورځنې سفر پر مهال وکړې.

سردار مهتاب عباسي وویل، په قبایلي سیمو کې به د ولس او حکومت تر منځ د کمزوري شوي تعلق بیرته ټینګولو هڅه کوي.

نوموړي د معزورو خلکو د ماشومانو د تعلیم لپاره د پنځویشت لکه روپیو یو فنډ هم جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG