د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکاري او شخصي ادارې دې کارګرانو تنخاګانې پر وخت ورکوي


د پاکستان ستر عدالت «سپريم کورټ» څلور واړو صوبو ته حکم ورکړی دی چې خپلې ټولې سرکاري او شخصي ادارې دې پابندې کړي چې خپلو کارکوونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي او د کارګرانو تر پاليسۍ لاندې لږ تر لږه دولس زره روپۍ مياشتنۍ تنخا ورکولو قانون دې عملي کړي.

د پاکستان ستر عدالت «سپريم کورټ» څلور واړو صوبو ته حکم ورکړی دی چې خپلې ټولې سرکاري او شخصي ادارې دې پابندې کړي چې خپلو کارکوونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي او د کارګرانو تر پاليسۍ لاندې لږ تر لږه دولس زره روپۍ مياشتنۍ تنخا ورکولو قانون دې عملي کړي.

په اسلام آباد کې د ګلپه ماځيګر د ستر عدالت بشپړې قضايي جرګګۍ «سپريم کورټ فل بينچ» د جسټس جواد اېس خواجه په مشرۍ کارګرانو ته د کمې تنخا او پر وخت نه ورکولو د يوې مقدمې اوريدنې مهال څلور واړو صوبو ته حکم ورکړ چې په دې لړ کې پر شته قانون دې په سختۍ سره ګام پورته کړي.

په دې موقه جسټس جواد ايس خواجه وويل چې شخصې ادارې خو لا پرېږده د پاکستان په سرکاري ادارو کې د لږ تر لږه میاشتني اجرت پر قانون عمل نه کېږي او د عدالت د حکم باوجود تر اوسه د روغتیا ښځو کارکوونکو ته تنخاګانې نه ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا که چېرته په قانون عمل وکړل شي او د يوې ادارې مشر يا مالک د شپږو مياشتو لپاره جيل ته ولېږل شي نو هله به دا نظام سمېږي.او بيا بهمزدورانو ته پر وخت پوره تنخاګانې هم ورکول کېږي.

کله چې مشال راډيو د سپريم کورټ په دې حکم په پيښور کې د روغتیا له یوې ښځې کارکوونکې تپوس وکړو نو هغې وويل چې سپريم کورټ وړاندې هم حکم ورکړی وو خو د خېبر پښتونخوا حکومت پرې عمل نه کوي او د د لږ تر لږه اجرت په قانون هم عمل نه کيږي ځکه چې دوی ته يواځې اته زره تنخا ورکول کېږي او هغه هم پر وخت نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه ((( زما نوم رضيه دی او په ګلبهار کې اوسېږم. له يوه کاله تنخاګانې پر وخت نه راکول کېږي او دا چې تنخا مو هم ډيره لږه ده يواځې اته زره روپۍ ده او حکومت ويل چې نوکري مو درته پخه کړه خو دا درېم کال دى نه موږ ته سرویس بوک راکړل شوی دی او نه یې موږ ته اضافي تنخا راکړه، نو اوس یې دا جون پلمه کړی دی دا به هم راشي يوه مياشت ورته پاتې ده. او ټوله غټه مسله زما ده چې خاوند مې په کور بې روزګاره ناست دى نو په اته زرو روپو کې زموږ هېڅ هم نه کېږي او له دې سربيره زموږ سره ډېرې ورکړې دي چې کونډې دي هغوی د بچو د اسکول فيسونه ورکوي د کور کرايانې ورکوي هغوی خو په سرو سترګو ژاړي )))

کله چې مشال راډيو د خيبر پښتونخوا د سرکاري کلرکانو د تنظيم له مشر اسلم خانه د سپريم کورټ په دې فيصله وپوښتل نو ویې ويل (( دا ډيره ښه فيصله ده خو ګټه به هله وکړي چې عمل پر وشي، له موږ سره ډيرې د سپريم کورټ او های کورټونو فيصلې پرتې دي خو عمل نه پر کېږي او دا د حکومت نا اهلي ده او تاسو پخپله سوچ وکړئ په ٥ کسانو مشتمل کور به څنګه په دولس زره روپۍ ګزاره وکړي په دې کې به دوی کرایې هم ورکوي په دې کې به تعليم هم حاصلوي په دې کې به خېټه هم ساتي صحت به پکې هم کوي نو دا خو ډيره ګرانه ده. نو که موږ وګورو دا ناامني چې کومه شورو ده دا هم د دې بې انصافۍ په وجه ده چې حقدار ته حق نه ورکول کيږي )))

مشال راديو چې د پاکستان د ائين او قانون په رڼا کې د مزدورانو او کم تنخا دارو د حقونو په اړه په پيښور کې د وکيل او قانوني چارو له شنونکي شهاب الدينه وپوښتل نو هغه وويل ((( قوانين خو موجود دي خو عمل نه پر کيږي نو که چرته په قانونو عمل وشي نو په پاکستان کې به پخپله مسلې ختمې شي دلته پاکستان کې مزدورانو ته ډيره لږه تنخا ورکول کېږي او بيا په دې کې ښځينه خواريکښو ته خو له دې هم کمې پيسې ورکول کيږي نو دلته خو دا نظام له اوله راروان دى. نو سپريم کورټ چې کومه فيصله ورکړيده دا سمه ده خو پکار ده چې حکومت یې عملي کړي )))

د اورېدنې په وخت عدالت وفاقي حکومت ته دا هم حکم ورکړو چې د مزدورانو د مسلو د نګراني لپاره کهڅه غوره بندوبست نه وي نو په فوري توګه دې د څار اداره جوړه کړي چې دا رنګ د دوی مسلې په ترجيحي بنيادونو هوارېږي.

XS
SM
MD
LG