د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قطر ناسته به رسمي خبرو ته لاره پرانیزي'


له طالبانو سره په قطر کې دا غير رسمي خبرې چې رسمي مذاکراتو ته د لار جوړولو هيلې يې زياتې کړې دي، په داسې حال کې کېږي چې په دې غونډه کې د حقاني شبکې استازي شامل نه ول.

که څه هم افغان چارواکو او طالبانو ويلي چې په قطر کې وروستيوو شوو غير رسمي خبرو کې په اوربند سلا ونه شوه خو د دې خبرو جوړوونکې اداره، پګواش وايي لږ تر لږه دواړو خواوو په مهمو مسايلو خبرې کړي او د غير رسمي خبرو يو بل پړاو ته يې لار هواره کړې ده چې په خبره يې کيدای شي د سولې رسمي مذاکراتو لپاره يو بنياد جوړ کړي.

په همدي حال کې افغان چارواکي وايي چې د طالبانو پر غوښتنو به خپلمنځي خبرې کوي او په راتلونکې غونډه کې به يې ځواب ورته وايي خو لا هم بايد پاکستان پر طالبانو د سولې لپاره نور فشار واچوي.

د افغان حکومت، افغان طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د غير رسمي خبرو کوربه اداره، پګواش وايي، د ټولو غاړو ترمنځ د اعتماد سازۍ وروسته هيله لري چې په نيزدې راتلونکې کې د ټولو خواوو ترمنځ دغسي يوه بله ناسته هم وشي.

يو لوړ پوړي افغان چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې ښکاره شي، مشال ريډيو ته وويل، کيدای شي راتلونکې غونډه يوه مياشت وروسته په قطر يا عرب اماراتو کې وي چې دوی یې د رسمي خبرو پیلولو لپاره مهمه بولي.

د پګواش د دوشنبې په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د بهرنيوو ځواکونو د موجوديت، د ملګرو ملتونو په تور ليسټ کې د شاملو طالبانو، حکومت کې د ټولو خواوو برخه، د هلکانو او جينکو د تعليم، اساسي قانون او افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په اړه خبرې وشوې.

په جينيوا کې د يادې ادارې مشر، سرګی باتسينوف وايي، هيله لري دا غير رسمي خبرې رسمي مذاکراتو ته لار پرانيزي.

«زه د بلې داسې غونډې کېدل ناممکنه نه ګڼم که په راتلونکې کې هر څه سم وي. دا غونډه ماته هيله راکوي. که څه هم په ډېرو مسايلو د برخه والو نظرونه ډېر مختلفه وو خو ترمنځ يې د خبرو چاپيريال ډير ښه وو. ټول په دې راضي ول چې اسلامي دولت وسله واله ډله د افغانستان او افغانانو له دودونو سره په ټکر کې ده. زما په خيال دا مهم ټکی دی»

افغان طالبانو هم د یکشنبې ورځ پر خپل ويب سايټ هغه بيانيه خپره کړې چې د دوی استازو په قطر کې يادې غونډې ته ويلي. په دې کې راغلي:

د بهرنيوو ځواکونو وتل:

طالبان وايي، په افغانستان کې پاتې بهرني ځواکونه بايد ووېستل شي. «د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د خارجي قواوو له شتون سره حساسیت لري. د خارجي عسکرو وتل به انشا الله د افغانانو ترمینځ د سولې پیلامه وي»

د طالبانو دفتر:

افغان طالبان چې دا مهال په قطر کې غير رسمي دفتر لري، وايي چې دا ځای دې رسمي کړل شي.

«د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي، ضرورت دی. باید ووایو د سولې اړوند منظم مجلسونه یوازې د دفتر په شتون کې ترسره کېدی شي»

تور لیسټ او طالب بنديان:

طالبانو ويلي چې د ملګرو ملتونو له تور ليسټه بايد د دوی د غړو نومونه واېستل شي او د دوی پر ځينو ملګرو لګېدلي بنديزونه دې ليرې کړل شي. همداراز د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه هم شوې ده.

اساسي قانون:

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ويلي، د روغې جوړې لپاره ضروري ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون وشي. دوی دا تفصيل نه دی ورکړی چې د قانون کومې مادې بايد دوی ته د منلو وړ نه دي.

يو لوړ پوړي افغان چاروکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې حکومتي پلاوي د طالبانو غوښتنې له ځان سره راخيستي او په کابل کې به پرې د بحث وروسته د خبرو اترو په دوهمه غونډه کې خبرې کېږي.

د افغان حکومت غوښتنه، اوربند:

په جينيوا کې د پګواش ادارې مشر، سرګی باتسينوف مشال ريډيو ته ويلي چې په غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ډزبندۍ په اړه هم خبرې وشوې خو په اړه يې دواړه خواوې راضي نه شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنيوو اړيکو د کميټې مشر، حبيب الله فوزي مشال ريډيو ته وويل چې دا غير رسمي خبرې به هله رسمي مذاکراتو او سولې ته لار جوړه کړي چې پاکستان پر طالبانو خپل اغېز وکاروي.

«پاکستان زموږ د ګاونډي هېواد په توګه پر طالبانو ډېر اثر لري. اولنی ملک وو چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پيژندلی وو او اوس هم ورسره اړيکې لري نو کولی شي له طالبانو وغواړي، مشوره ورته ورکړي او د سولې لپاره یې تشويق کړي»

افغان چارواکو تل له پاکستانه غوښتنه کړې چې د سيمې امنيت لپاره دې نور ډېر کار وکړي او پر افغان طالبانو دې خپل اثر رسوخ وکاروي چې د یووالي لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د پاکستان بهرنيوو چارو سيکرېټري اعزاز احمد چودري د يکشنبې ورځ مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی په دې لړ کې ځينې ګامونه اخيستي دی خو نه يې غواړي تفصيل يې مطبوعاتو ته ښکاره کړي.

«دا کار داسې نه دی چې ښکاره دې وشي خو کوم خلک چې دا کار کوي هغوی يې په ډېره زمه وارۍ سره کوي. موږ فیصله کړې چې د افغانستان او پاکستان اړيکې بايد ښې شي. د دې لپاره ډېره مهمه خبره دا ده چې افغانستان کې امن او ثبات راشي چې پر ټولو به يې اثر وي. د دې لپاره ضروري ده چې له افغان طالبانو سره روغه جوړه وشي. موږ په دې لړ کې کوششونه کوو. انشاالله چې وبه شي»

له طالبانو سره په قطر کې دا غير رسمي خبرې چې رسمي مذاکراتو ته د لار جوړولو هيلې يې زياتې کړې دي، په داسې حال کې کېږي چې يو لوړ پوړي افغان چاروکي مشال راډيو ته د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي دي چې په دې غونډه کې د حقاني شبکې استازي شامل نه ول.

XS
SM
MD
LG