د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په نښته کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل:
نن ( سیشنبه) شاوخوا یوولس بجې د دغه ولایت د ولایتي شورا د وکیلانو اجمل وفا او حاجی یوسف ملنګزوی د ساتونکو تر منځ نښته رامنځته شوې چې له امله يې درې تنه وژل شوي او پینځه تنه ژوبل شوي دي.

سرحدي ځواک زیاتوي چې په دغه نښته کې د اجمل وفا ورور، د هغه ساتونکي او يو تن دوکاندار وژل شوي دي او پينځه تنه عام وګړي ټپیان شوي چې د پيښې په تړاو امنيتي ځواکونو يو شمير کسان نيولې چې اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG