د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ حکومت دې بې کوره کړلو کډوالو ته څرکنده کړنلاره اعلان کړي”


په بنو کې د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبایلو پرون دوشنبې پر ورځ د یوې جرګې د لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بې کوره شویو قبایلو د بیرته ستونولو لپاره دې ورته یوه واضحه کړنلاره اعلان کړي.

په بنو کې د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبایلو پرون دوشنبې پر ورځ د یوې جرګې د لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بې کوره شویو قبایلو د بیرته ستونولو لپاره دې ورته یوه واضحه کړنلاره اعلان کړي.

دوی غوښتنه وکړه چې میران شا او میرعلي ته دې د کډوالو د ستنولو لړۍ زر پیل کړي او همدارنګه د وزیرو او داوړو دې په شریکه د ستنولو لړۍ پیل کړي.

دغو مشرانو حکومت ته ګواښ وکړ چې که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې پورې یې د دوی د بیرته ستونې پلان واضح نکړ نو دوی به په لارو کوڅو کې احتجاج پیل کړي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیاتو لکونه قبایلیان بنو، پېښور او نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ کړي وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG