د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت دې خبریالانو خوندیتوب باوري کړي


په پاکستان کې خبريالانو غوښتنه کوي چې نه یوازې په حکومتي کچه دې ورته تحفظ ورکړل شي بلکې د مېډیا ادارو مالکان دې هم په خپلو پاليسو کې مثبت بدلونونه راولي.

په پاکستان کې خبريالانو غوښتنه کوي چې نه یوازې په حکومتي کچه دې ورته تحفظ ورکړل شي بلکې د مېډیا ادارو مالکان دې هم په خپلو پاليسو کې مثبت بدلونونه راولي.

د ګل په ماځيګر د اسلام اباد په يوه مقامي هوټل کې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسکو د غير سرکاري تنظيم ميډيا هاوس سره په شريکه د يو سيمنار تابيا کړې وه چې پکې په پاکستان کې خبریالانو ته د ورپېښو مشکلاتو او غير جانبداره رپورټنګ کولو په باب خبرېاتترې وشوې.

د سيمینار ګډونوالو له حکومت سره سره د مطبوعاتي ادارو له مالکانو غوښتنه وکړه چې نه یوازې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي بلکې د دوی جايز غوښتنې دې هم پوره کړي او په خبريالانو يي هم زور راوړو چې بې پرې «غير جانبداره»رپورټنګ کوي.

د سيمینار په پای کې د يونيسکو په پاکستان کې ميډيا افسر رياض کريم مشال ريډيو ته وويل چې د دې پروګرام مقصد په ملک کې خبريالانو ته د ورپېښو ستونزو په باب په ولس کې اګاهي راوستل دي.

په سيمینار کې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د ماس کميونيکيشن څانګې مشر پروفيسر ډاکټر سيد عبد سراج هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې له حکومت سره سره د مطبوعاتي ادارو مالکانو ته هم پکار ده چې د خپلو خبريالانو په تحفظ پيسې ولګوي او په خبره یې چې يو خبريال ته د خپل تحفظ احساس وشي نو هله به هغه په ښه توګه رپورټنګ وکړای شي.

د ياد تنظيم ميډيا هاوس يو چارواکې محمد شفيق وايي چې په پاکستان کې د خبريالانو تحفظ لپاره يې اداري له پروسږ کاله یو کورس جوړ کړی دی چې دا مهال د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د اتو ٨ پوهنتونو په سلېبس کې شامل کړل شوې دي. له دې علاوه موږ د خبريالانو د تحفظ په اړه د دې پوهنتونونواستادانو ته روزنه هم ورکوو.

ياده دې وي چې هرکال په درېمه می په درسته نړۍ کې د صحافت د آزادۍ ورځ لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG