د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې یوازې پوځ ته نېږدې کسان د بیان ازادي لري، نور وژل کېږي


لیکوال وايي، د پاکستان پوځ د متوسطې طبقې هغه فعالان خطرناکه بولي چې په انګرېزۍ ژبه هم خپل ولس او هم له هېواده بهر خلک د پاکستان له حالاتو خبروي.

په فارن افېیرز مجله کې لیکوال او د سیاسي او دفاعي چارو پوه عاقل شاه وايي، تېره اوونۍ د بشري حقونو فعاله سبین محمود هغه مهال په وسله وال برید کې ووژل شوه چې نوموړې د بلوچستان پر موضوع یوه غونډه کړې وه. نوموړې په کراچۍ کې د یوه کلتوري مرکز مشره وه. د نوموړې تر وژنې یوه اوونۍ مخکې په لاهور یونیورسټي اف مېنېجمنټ ساینسز کې د بلوچستان په اړه یوه غونډه جوړېده چې د لیکوال په خبره، ای اېس ای د سیاسیاتو فاکولتې یا څانګې کارکوونکي وګواښل او هغه غونډه جوړه نه شوه.

لیکوال وايي، کله چې سبین محمود ووژل شوه نو په پاکستان او نړۍ کې ډېرو کسانو په سمدستي توګه استخباراتي ادارې ای اېس ای ته ګوته ونیوله. خو په پاکستانیو رسنیو کې د دې ادارې پلویانو پوښتنه وکړه چې د دې څه ثبوت دی چې د سبینې محمود په وژنه کې د ای اېس ای لاس وو؟ رسنیو وویل، ای اېس ای هغې ته ویلي ول چې وسله والو په خپل لېسټ یا فهرست کې د هغې نوم شامل کړی دی او غواړي و یې وژني.

عاقل شاه وايي، ای اېس ای یوه خبریال سلیم شهزاد ته هم خبرداری ورکړی وو ځکه چې هغه د ترهګرۍ په اړه رپورټونه جوړول. تر دې خبرداري وروسته چې هغه د القاعدې وسله والې ډلې یوه برید په اړه خبر ورکړ نو هغه وتښتول شو، ورباندې تشدد وشو او بیا ووژل شو. همداراز، د پاکستان یوه بل خبریال او شنونکي نجم سېټي ته هم وویل شول چې د وسله والو په لېسټ کې یې نوم دی. سېټي څلور میاشتې له پاکستانه بهر تېرې کړې او بیا چې ستون شو نو خپله ټیليوېژني خپرونه به یې له کوره کوله. اوس هغه په مرمۍ ضد ګاډي کې ګرځي. د تېر کال (۲۰۱۴ز) په اپرېل کې پر خبریال حامد میر برید وشو چې پکې هغه ژوبل شو. میر پر ای اېس ای تور پورې کړ چې ورباندې حمله یې کړې ده.

عاقل شاه لیکي، کله چې تېر کال د پاکستان پوځ په اړه د ده کتاب خپور شو نو د ای اېس ای دوه کسان په نیو یارک کې کولمبیا پوهنتون ته ورغلل او د کتاب مخکتنې په غونډه کې یې برخه واخیسته. دی وايي، د ای اېس ای کسان پر دې غوسه ول چې ده په خپل کتاب کې دا دعوه ولې کړې وه چې په بلوچستان کې په ښکاره خلک تښتول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي. لیکوال وايي، کله چې هغه استخباراتي کسان تلل نو ده ته یې وویل چې ایا ثبوت لري چې د پاکستان پوځ په بلوچستان کې دا کارونه کوي؟

عاقل شاه وايي، وروسته ورته دې کسانو وویل چې دې ډول کارونو ته یې لاس اچولی دی نو نتیجو ته هم باید تیار و اوسي.

لیکوال وايي، د پاکستان پوځ د متوسطې طبقې هغه فعالان خطرناکه بولي چې په انګرېزۍ ژبه هم خپل ولس او هم له هېواده بهر خلک د پاکستان له حالاتو خبروي.

عاقل شاه وايي، خلک به هېڅ کله ښايي خبر نشي چې سبین محمود چا ووژله ځکه چې د هغې وژنه هسې مبهمه کړل شوې لکه د سلیم شهزاد او پر حامد میر برید. دی زیاتوي، البته دا ده چې په پاکستان کې یوازې هغه خلک د بیان ازادي لري چې یا خو له پوځ سره نېږدې وي او یا یې هم د پوځ له وسله والو ډلو سره اړیکي وي، له دې پرته نور ټول خلک باید په یوې دایرې کې کار وکړي که نه نو د سبینې محمود په څېر به وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG