د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د قامي او صوبايي اسمبلو پر دوو حلقو د بیا ټاکنو حکم


د قامي اسمبلۍ پر ۱۲۵ حلقه منتخیب شوی د پاکستان رېلوې وفاقي وزیر او د مسلم ليګ ن غړی خواجه سعد رفيق وايي چې د الېکشن ټریبیونل فيصله به په سپريم کورټ کې چېلنجوي.

د پاکستان اليکشن ټريبونل په پتنجاب کې د قامي اسمبلۍ پر حلقه يو سل پنځه ويشت او پر دوو صوبايي حلقو د بیا رایو اچولو حکم ورکړی دی.

د قامي اسمبلۍ پر ۱۲۵ حلقه د پاکستان رېلوې وفاقي وزیر او د مسلم ليګ ن غړی خواجه سعد رفيق منتخیب شوی چې پر ضد یې د تحريک انصاف حامد خان درخواست ورکړی وو او غوښتنه یې کړې وه چې په انتخاباتو کې یې ټګي کړې ده، او بايد پلټنې یې وشي.

په دغه درخواست اليکشن ټريبونل د ځېنو پولنګ سټېشنو جاج واخیستو او د کره کتنې وروستو مالومه شوه چې ټګي او درغلي شوې ده او دغه رنګ یې د حلقه يو سل پنځه ويشت نتيجه ناسمه وګرځوله.

ټريبونل خپله فيصله کښې ويلي چې اووه پولنګ سټيشنو کې د ټګۍ ثبوتونه موجود دي او دا شان يو تن شپږ شپږ ځله ووټ اچولی دی نو ځکه د حامد خان درخواست قبلوي او الېکشن کمیشن ته یې په دغه حلقه د بيا ووټونو اچولو حکم هم ورکړی دی.

د دې ترڅنګ اليکشن ټريبونل د صوبایي اسمبلۍ پر حلقه پي پي يو سل پنځه پنځوس هم د بيا ووټونو حکم ورکړی

بلخوا خواجه سعد رفيق وايي چې دا فيصله به په سپريم کورټ کې چېلنجوي.

XS
SM
MD
LG