د لاسرسي ځای

سوات: د ځايي امن کمېټې غړی اکبر علي ناچار ووژل شو


د پاکستان پوځ د سوات امنیت ساتي

د پاکستان پوځ د سوات امنیت ساتي

په سوات کې بیا بیا د سیمې مخور کسان د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل کېږي.

د سوات په قمبر کلي کې ناپېژنده وسله والو د ځايي امن کمیټۍ غړی او د بلدیاتي انتخاباتو یو کاندید اکبرعلي ناچار په ډزو ویشتی او وژلی دی.

د رحیم اباد پولیس تاڼې یو چارواکي مطهرخان مشال ریډیو ته وویل، بېګا شپه وسله والو اکبرعلي ناچار هغه مهال په نښه کړو، چې هغه د ماسخوتن له مانځه کور ته روان وو.

د سیمې خلک وايي ـــ چې په دې نیزدې موده کې دا په دې سیمه کې د هدفي وژنو درېمه پېښه ده خو امنیتي ادارو لا په دې کې ککړ خلک نه دي نیولي. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د ځاي مشر سیدعلي او د پیپلز ګوند د سوات ضلعې د ستر سکتر فضل حیات چټان د وژنې پړه منلې وه.

د اکبرعلي ناچار د وژلو پړه لا هېڅ یوې وسله والې ډلې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG