د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:هوايي برید ۱۲ وسله وال وژلي


د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي د مشال ریډیو افغان څانګي ته ویلي چې د اتوار په مازدیګر شاوخوا پینځه بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د بېلې په سیمه کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر یودیرش کسیزه ډله د ایتلافي ځواکونو بې پيلوټې الوتکې هوايي برید ترسره کړی،چې په نتیجه کې يي د وسله والو د یوه قومندان په ګډون دولس تنه وسله وال وژل شوي.

عبدالزی وايي دغه وسله وال په یوه کرولا موټر کې سپاره ول،چې له دوی سره دولس میله وسلې هم په دې برید کې له منځه تللي دي.

د حکومت وسله والو مخالفينو تر اوسه ددې پيښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG