د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې په شوې ځانمرګې حملې کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي رسنیو ته وویل چې برید کوونکي د لویې څارنوالۍ د کارمندانو موټرته د پورته کېدو پلان درلود چې وروسته یې د یاد موټر مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د یادې پيښې زیات قربانیان میرمنې دي.
وسله والو طالبانو د پيښې مسوولیت اخستی او په دغه پيښه کې د لویې څارنوالۍ ګڼوکارمندانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
په افغانستان کې د پسرلي د راتګ سره سم د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تیرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمیره کمه شوې او د امنیت چارې پخپله افغان ځواکونه سنبالوي.