د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د رسنیو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


خوست کې د رسنیو نړیواله ورځ
خوست کې د رسنیو نړیواله ورځ

په خوست کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو استازي وايي: په یاد ولایت کې د رسنیو د خبریالانو د کارونو پر وړاندې ځنې ستونزې او ننګونې موجودې دي.

د یکشنبې په ورځ، چې د خوست د ځايي او نړیوالو رسنیو یو شمېر خبریالان او د رسنیو استازي د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې د مئي د دریمې یا د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په موخه راغونډ شوي ول، د اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې رسنیو سره په خپلو برخو کې مرستې وکړي.

د غونډې ویناوالو په خپلو خبرو کې په دې ولایت کې د زورواکو او چارواکو فشارونه، نا امنۍ او پر وخت مالوماتو ته د خبریالانو نه لاسرسۍ د رسنیز کار پر وړاندې مهمې ننګونې وبللې:

((زما نوم احمدشاه دی، په خوست کې یو تن خبریال، په خوست کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې شته، د زورواکو له خوا د ستونزو جوړول، ناامنۍ په خپله هم ستره ستونزه ده، مافیايي کړۍ دي، د چارواکیو له خوا خبریالانو ته پر وخت د خبر نه ورکول دي.))

د خوست د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې د دې ناستې څخه یې موخه داده، چې خبریالان په خپلو کې د یو ازاد بحث له لارې د رسنیو له پاره فرصتونه او ننګونې وارزوي او د راتلونکې له پاره ښې لارې چارې پیدا کړي:

((د خوست لنکن ښوونیر مرکز وپتیله چې د سیمه ییزو رسنیو سره یو ځای د مطبوعاتو نړیواله ورځ ولمانځي، د دې ورځې د لمانځنې څخه هم هدف دادی چې موږ په خوست کې د خبریالانو تر منځ یو ازاد بحث په لاره واچوو، تر څو په افغانستان کې د خبریالی د کار پر وړاندې فرصتونه او ستونزې تر بحث لاندې ونیسي.))

ازاد خبریال رفیع الله زیار وايي، چې حکومتي ادارې او پوځي ارګانونه د خپلو بریاوو د انعکاس له پاره رسنۍ په بیړه ورغواړي، خو د پيښې په وخت کې خبریالانو سره کمک نه کوي.

د خوست د رسنیو یو بل تن کارکوونکی سلطان محمود خیرخوا وايي، که خبریال خپل رسالت په ایماندارۍ ترسره کړي، نو ولس او د ټولنې بیلابیل قشرونه ورباندې باور کوي او رسنۍ د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په یوه مرجع بدلیږي.

د سولې پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مشر زاهدشاه انګار د خوست پر ځايي اداره نیوکه وکړه، چې رسنیو سره د کمک پر ځای د دوی د کارونو پر وړاندې په لوی لاس ستونزې جوړوي:

((په خوست کې نه یوازې دا چې له رسنیو سره مرسته نه کیږي، بلکې د خوست محلي اداره په لوی لاس غواړي، چې رسنۍ کمزورې کړي، دوی بیلابیلو موسسو او شخصي کمپنیو ته مکتوبونه استولي دي، چې کوم قراردادونه چې دوی يې د رسنیو سره لري، هغه قطع کړي.))

د نظر خاوند عزیزالله ځلاند وايي، چې رسنۍ نه یوازې د نړۍ د حالاتو نه د خلکو په خبراوي کې مهمه ونډه لري، بلکې خلکو ته د ښو او بدو د تشخیص او تفکیک وړتیا هم ورکوي.

دده په خبره رسنۍ په اوس وخت کې د خلکو د شعور د ویښولو یو مکتب دی.په خوست کې دا مهال دوه سیمه ییز تلویزیونونه، نهه سیمه ییزې راډیوګانې او ګڼې چاپي رسنۍ خپرونې لري.

یاده دې وي، د مئي دریمه یا د رسنیو نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس له لارې رسمي شوه او په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له خوا په تصویب ورسیده او له هغه ورځې راپدیخوا هر کال د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د رسنیو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG