د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور د پجکۍ افغان کیمپ وتړل شو


فایل فوټو
فایل فوټو

د پېښور په پجګۍ سرک د افغان کډوالو یو کیمپ په بشپړ ډول و تړل شو. د پېښور یو ځايي چارواکي مرستیال کمیشنر فواد احمد د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل دا کیمپ وروسته له هغې وتړل شو چې ورکې اوسیدونکیو افغان کډوالو د ضربالاجل د یو نیم کلنې نیټې د تیریدو باوجود د استوګنې لپاره بل ځای نه و غوره کړی.

له پنځه ویشتو زیات کلونه کیږي چې د پېښور په پجګۍ سرک د افغان کډوالو دغه کیمپ اباد و او ورکې یو مهال لسګونه زرو خلکو استوګنه لرله.

مرستیال کمیشنر فواد احمد وايي داچې دغه زمکه د نورو پروژو د بښپړولو لپاره د حکومت پکار وه نو ځکه یې کیمپ وران او کډوال ترې بهر کړل خو د ده په وینا په نورو کیمپونو کې یې ځای پر ځای کړل. دی زیاتوي :

(( په دې کیمپ کې یونیم سل راجستر شوې کورنۍ مېشتې وې او دوی ته د یو نیم کال مهلت ورکړل شوی و ، دوی اوس په رضا نورو کیمپونو ته ولیږل شول. ))

خو ځیني راپورونه وايي په دې کیمپ کې زرګونه نورې غیر راجستر شوې افغان کورنۍ هم میشتې وې چې حکومت ورسره په نورو کیمپونو کې د بیا میشتیدنې لپاره مرسته نه ده کړې.

یو افغان کډوال مشر محمد یعقوب مشال راډیو ته وویل اکثره کډوال له شل دیرشو کلونو راهیسې په دغو کیمپونو کې میشت دي او دا ورته اسانه نه ده چې په نورو کیمپونو کې واړوي او له سره ژوند پیل کړي.

په پاکستان کې دامهال د یو نیم میلیون په شاوخوا کې راجستر شوي او نږدې هم دومره غیر راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. حکومت راجستر شویو افغان کډوالو ته د مهاجرت ځانګړي کارتونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG