د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : د پولیسو سره د مقابلې پرمهال ۹ وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د کراچۍ امنیتي چارواکي وايي د پولیسو او وران کارو ترمنځ په اخ و ډب کې نهه مشکوک وسله وال وژل شوي دي. دا پېښه تیره شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شیخ نن مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ په سټیل ټاون سیمه کې بیګا نامعلومه وسله والو د پولیسو د یو افسر راو انور په قافله د لاسي بم حمله وکړه. دی وايي په دې حمله کې پولیسو ته زیان وانوښت، خو په ځوابي ډزو کې پنځه وسله وال ووژل شول.

په کراچۍ کې امنیتي مقاماتو مشال راډیو ته داهم وویل چې هم تیره شپه په اتحاد ټاون سیمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

په کراچۍ کې وخت په وخت د پولیسو او وسله والو ترمنځ دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي. دغلته د طالبانو ترڅنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي چې په حکومتي ودانیو او چارواکو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG