د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : قبایلي سیمو کې ۴۴ وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان پوځي مقامات وايي د وسله والو طالبانو پرضد په تازه هوايي بمباریو کې یې لږ تر لږه څلور څلوېښت وسله وال وژلي دي.

دپوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو د شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ په ځینو برخو کې د خالي په ورځ دغه عملیات ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې د پوځ له خوا په ترسره شوې هوايي بمبارۍ کې د وسله والو پټن ځایونه په نخښه شوي او په ترڅ کې یې شپاړس وسله وال په شمالي وزیرستان او اته ویشت نور په خیبر ایجنسۍ کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم پوځ په دغه اعلامیه کې د ژوبلو شویو وسله والو په اړه څه معلومات ورکړي دي.

دپاکستان پوځ له تیرې یوې مودې راهیسې په خیبر او شمالي وزیرستان قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات کوي. حکومت د یادو شویو دواړو ایجنسیو د اکثرو سیمو له وسله والو نه د تصفیه کولو ادعا هم کوي.

د جنګونو او پوځي عملیاتو له کبله د خیبر او شمالي وزیرستان نه زرګونه کورنۍ کډه کیدو ته هم اړشوي دي، چې په دې وروستیو کې یې د بیرته ستنولو لړۍ هم پیل شوېده.

XS
SM
MD
LG