د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت ۱۴ ټيلي ویژن چینلونو ته خبردای ورکړی دی


د پاکستان د ميډيا د څار ادارې پيمرا د دې هېواد څوارلس ټيلي ويژن چينلونو ته د متحده قامي موومنټ د مشر الطاف حسين وينا په ژوندی بڼه پر خپرولو خبرداری ورکړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د زيارت پر ورځ په خپله وينا کې الطاف حسين د پاکستان پر پوځ نيوکي کړې وې.

نوموړي دا وينا د کراچۍ د پوليسو د يوه لوړ پوړي چارواکي راو انوار د هغي خبري غونډي په ځواب کې کړې وه چې پکې يې تور لګوی وو چې متحده قامي موومنټ د هند له استخباراتي ادرې (را) سره رابطې لري.

پاکستاني پوځ له وينا سمدستي وروسته يو بيان جاري کړ چې پکې يې د الطاف حسين خبري له بې عزتۍ ته ډکې وبللې چې پر ضد به قانوني کاروايې کیږي.

پيمرا دغو ټيلي ويژن چينولونو ته ويلي چې د دې خبري وضاحت دي وکړي چې ولي يې د الطاف حسين له سپکاوي ډکه وينا په ژوندۍ بڼه خپره کړه.

د جمعه په ورځ ناوخته الطاف حسين په يوه بيان کې له پوځ بحښنه وغوښتله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG