د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ولسواليو په کچه د کريکټ سیالۍ پای ته ورسېدې


په ننګرهار کې د ۲۲ ولسواليو د کريکټ د ټيمونو تر منځ چې دوه اوونۍ وړاندې د کريکټ سيالۍ پیل شوې وې، پرون د جمعې په ورځ يې فاينل (پایلوبه ) د کوچيانو او ګردي غوث د ټيمونو تر مڼخ وشوه چې د کوچيانو ټيم په دې وتوانېدو چې د ګردي غوث ټيم ته ماتې ورکړي.

په ننګرهار کې د ۲۲ ولسواليو د کريکټ د ټيمونو تر منځ چې دوه اوونۍ وړاندې د کريکټ سيالۍ پیل شوې وې، پرون د جمعې په ورځ يې فاينل (پایلوبه ) د کوچيانو او ګردي غوث د ټيمونو تر مڼخ وشوه چې د کوچيانو ټيم په دې وتوانېدو چې د ګردي غوث ټيم ته ماتې ورکړي.

د ننګرهار د ولسواليو تر منځ د کريکټ دغه ټورنمنټ چې پيځلس ورځې وړاندې د جلال اباد په سراج العمارت بڼ د کريکټ په لوبغالي کې پیل شوی و، د می په لومړۍ نېټه پای ته ورسيدو. دغه پایلوبه چې د ګردي غوث او کوچيانو ټيمونو تر منځ تر سره شوه.

د ګردي غوث ټيم د کوچيانو ټيم ته په شلو اورونو کې ۱۲۵ مڼډې هدف وټاکه چې د کوچيانو ټيم د څلورو لوبغاړو په سوزېدو سره وتوانېدو چې په نولسم اوور کې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او د سيالۍ جام د خپل ټيم په ګټه تمام کړي.

د افغانستان د کريکټ بورډ د سپين غر زون مسوول بختيار ساحل د ټورنمنټ په پای کې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د ولسواليو په کچه د سياليو له جوړېدو يې موخه دا وه چې د کريکټ په برخه کې ځوان استعدادونه د خلکو په وړاندې راولي:

(( د دې سياليو نه هدف همدا و چې هغه لوبغاړي چې ښه استعدادونه لري، هغوی ته زمينه برابره کړو، د هغوی استعدادونه وګورو، څو په راتلونکي کې د کريکټ لپاره ښه چاسونه په لاس ورکړو چې هغوی موږ سره په ولایتي سياليو کې، په انټرکلب سياليو کې او همدا رنګه د ښوونځيو په ليول سياليو کې، د زون په کچه په سياليو او بلاخره په ملي سياليو کې له موږ سره ګډون وکړي، موږ د هغوی ملاتړ وکړو او د هغوی په روزنه کې برخه واخلو.))

د افغانستان د کورني کريکټ مشر نعيم جار عبدالرحيمزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د ولسواليو تر منځ د کريکټ سيالۍ جوړوي څو په دې وتوانېږي چې د کريکټ په برخه کې استعدادونه وروزي او په تدریجي ډول يې تر ملي لوبډلې ورسوي:

(( یوازې دا لوبې نه دي، موږ د کلبونو لوبې هم لرو، او موږ ته وینا شوې چې د ښوونځيو تر منځ هم سيالۍ جوړې کړو او دا سلسله همداسې دوام پیدا کوي. دا کړۍ داسې جوړوو، تر څو وکولای شي چې ولایتي سياليوته، بيا د زون په کچه سياليو او بيا په همدې امتداد راوخېژي الف لوبډلې ته او تر ملي لوبډلې ورسېږي.))

د کريکټ دغه ټورنمنټ ته په سلګونه تنه د کريکټ مینه وال هم ورغلي وو او د لوبو ننداره يې کوله. په ننګرهار کې د وړتیا په نوم د سپورتي ټولنې يو تن مسوول اکرام الله اکرام مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د ولسواليو تر منځ د کريکټ سيالۍ د کورني کرکت په پياوړتيا کې مهم رول لري:

(( دا د سپین غر زون د کريکټ لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي. موږ دلته په ننګرهار کې د ۲۰۰۹ کال د ولسواليو تر منځ د کريکټ شاهدان وو، خو دا چې د ولسواليو تر منځ د کريکټ دا سيالۍ پيل شوي او نن يې پایلوبه ده، دا واقعاً د وياړ ځای دی چې د کورني کريکټ په وده کې دا يو مهم رول

لري.))

د کريکټ بورډ د سپین غر زون مسوولين وايي چې په نيږدي راتلونکي کې به د زون په کچه د هغو ټيمونو تر منځ سيالۍ هم تر سره شي چې د ولسواليو په سيالۍ کې سر ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG