د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوادر - کاشغر لاره تر يوې صوبې محدوده نه ده"


د چين له کاشغره تر بلوچستان ته ګوادر پورې د لويې تجارتي لار په اړه وزيراعظم وويل، چې له دې منصوبې به ټول هېواد ته ګټه رسي او خوشالي به راځي خو د تجارتي لار د بدلون په اړه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د ولس اندېښنو ته يې ځواب ورنکړو.

د پاکستان وزير اعظم ميا نواز شريف تېره اوونۍ په بارانکې د وژل شوو کسانو د کورنيو غړو باندې په پيښور کې د خېبر پښتونخوا ګورنر کور کې تر ۵ ،۵لاکو روپو امدادي چېکونه تقسیم کړل۔

د امدادي چېکونو ويشلو دستورې ته خپله وينا کې وزيراعظم ميا نواز شريف وويل چې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات کامياب شوي دي او د ټول هېواد څخه د کلنګ اخیستنې، هدفي وژنو او ترهګرې د ختمولو لپاره مرکزي حکومت ملا تړلې ده.

"په شمالي وزيرستان کې د ترهګرې اډې ختمې کړل شوې دي او ځايي ولس په خوشالي خپلو سيمو ته روان دي، موږ کوښښ کوو چې پاکستان کې چېرته هم بدامني ده پر هغه قابو ومومو، د مخکې په پرتله د امنيت په وضعه کې ښه والی راغلی دی"

وزير اعظم ميا نواز شريف زياته کړه چې په ملک کې د امن او خوشالې لپاره په کورنو چارو کې مثبت بدلون ته اړتيا ده او بيا د ګاونډي هېودانو او په خاصه توګه د افغانستان سره ښې اړيکې هم ناشونې دي.

"له افغانستان سره به اړيکې ښه کوو او له هغوی سره به په ګډه د ترهګرې د ختمولو لپاره ګامونه پورته کوو او په ټوله سيمه کې د امن لپاره له يو بل سره به ملاتړ کوو چې له دې سيمې ترهګري ختمه شي"

د چين له کاشغره تر بلوچستان ته ګوادر پورې د لويې تجارتي لار په اړه وزيراعظم وويل، چې له دې منصوبې به ټول هېواد ته ګټه رسي او خوشالي به راځي خو د تجارتي لار د بدلون په اړه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د ولس اندېښنو ته يې ځواب ورنکړو.

"د پاکستان او چين اقتصادي لاره صرف تر يوې صوبې محدوده نه ده بلکې په دې کې د ټولو صوبو برخه ده او ټولوصوبو ته به ترې ګټه رسېږي، د صوبو برسيره ازاد کشمير او ګلګت بلتستان ته به ترې هم ګټه رسيږي، له ګوادر تر خنجراب پورې به نه يواځې سړکونه جوړېږي بلکه خپله ګوادر به يو نړيوال ښار جوړېږي"

وزيراعظم ميا نواز شريف وويل چې له ترهګرۍ په تېرو څو کالونو کې پاکستان ته د ۱۰۰ اربه ډالروزيات زيان رسېدلی دی او کاشغر ګوادر تجارتي لار جوړېدو سره به د ملک مالي ستونځې هوارې شي۔

XS
SM
MD
LG