د لاسرسي ځای

په اسلام اباد کې به پر یو وخت بانګ او لمونځ کېږي


د پاکستان مذهبي چارو وزارت د جمعې له ورځې په اسلام اباد کې پر یو وخت د لمونځ کولو اعلان کړی او ویلې دي چې د ټولو مسلکونو علما په دې فیصلې اتفاق کړی دی. د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د مذهبي امورو وزیر سردار یوسف وینا وه چې د لمانځه پر یو ځای کولو رسمي پیل به په فیصل جمات کې د جمعې له لمانځه کیږي چې امامت به یې د کعبې امام شیخ خالد الغامدي کوي. په دې لمانځه کې به د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG