د لاسرسي ځای

د خوست لیکوال، شاعران او فرهنګیان وايي، چې د پخوا په پرتله په دې ولایت کې ادبي او کلتوري هڅې پراخې شوې او اغېزمنتوب يې ډېر شوی دی.

د خوست لیکوال، شاعران او فرهنګیان وايي، چې د پخوا په پرتله په دې ولایت کې ادبي او کلتوري هڅې پراخې شوې او اغېزمنتوب يې ډېر شوی دی.

دوی وايي، چې اوسمهال خوستیو فرهنګیانو دا اړتیا درک کړې ده، چې په پښتو ژبه د شعر او شاعری تر څنګ باید د پښتو ژبې علمي برخه هم د ژباړو، نویو تالیفاتو، څیړنو او لیکنو له لارې بډایه شي.

خوستي فرهنګیان وايي، چې د پخوا په پرتله اوسمهال په خوست کې علمي او کلتوري هڅې منظمې شوي او فرهنګیان، د هنر، ادب، شعر او شاعری تر څنګ د دې لرغونې ژبې علمي بډاینې ته هم متوجه شوې دي.

یادې څرګندونې د جمعې په ورځ یو شمېر خوستيو فرهنګیانو، چې په یوه ادبي ناسته کې راغونډ شوي ول مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

شاعر او کره کتونکي فریدالله قربان وویل، چې پخوا په دې ولایت کې پر ادبي کارونو دا نیوکه کیده، چې دلته دا هڅې نمایشي دي او علمي بنیاد نه لري، خو په وروستیو کالونو کې په خوست کې د پښتو ژبې ساینسي، ټولنیزو، سیاسي او نورو برخو ته ډېرې پاملرنې دا نظر بالکل بدل کړی دی:

((پخوا دا ګیله وه چې خوست میشتي یوازې په خوله نارې وهي، یانې نمایشي کارونه کوي، خو دومره ګټور کار يې نه دی کړئ، خو زه وایم چې اوس دا ستونزه بیخي حل شوې ده، اوس په ادبي او کلتوري برخه کې لوی، لوی کارونه شوي او لا هم کیږي، په خوست کې درې، څلور داسې مطبعې دي، چې تقریباً روزانه یو کتاب چاپوي، همدارنګه تر پنځو ډېرې مجلې خپریږي، چې په چاپ کې يې هېڅ ځنډ او خنډ نه دی پيښ شوی.))

مدني فعال او شاعر ساده حیدرخېل وايي، چې په خوست کې د کلتوري هڅو په لړ کې د کتابلیکنې، رسنیو، مجلو، هنر او نورو برخو ته ډېر کارونه شوي دي.

بل لوري ته د شیخ زاید پوهنتون استاد نورالله ښاد لیونخېل د خوست د کلتور او فرهنګ په دودولو کې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو په تېره د پوهنتونونو رول ډېر اغیزمن بولي.

د پوهنتون یو تن محصل او شاعر ساجد بهار وايي، چې خوستیو فرهنګیانو د تېرو کالونو د فرهنګي هڅو او کوښښونو دا زده کړل، چې د پښتو ژبې له پاره د شاعري او ادبي هڅو وراخوا دا ژبه ژباړې، تحقیق، نویو تالیفاتو او نورو بنیادي علمي فعالیتونو ته هم اړتیا لري او په دې برخه کې اوسنۍ هڅې د پام وړ دي.

لیکوال او ژورنالست محمدغفور مهیدي په خوست کې د کلتوري هڅو د انسجام او راغونډولو له پاره د مرکزیت او محوریت نه شتون همدارنګه د فرهنګیانو اقتصادي او مادي ستونزې مهمې ننګونې ګڼي:

((دا یوه اساسي ننګونه ده، چې دلته د فکري تمرکز او کلتوري چارو د سازماندهۍ له پاره یوه مشترکه منبع نه ده ایجاد شوې، تر څو دا فعالیتونه را غونډ کړي او بل لوري ته د فرهنګیانو او شاعرانو مادي او اقتصادي ستونزې دي، دې له پاره د دولت ملاتړ، د سوداګرو ملاتړ او د نورو ټولنیزو کړیو ملاتړ نه دی خپل شوی.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې خواوشا اویا د مدني ټولنې بیلابیل بنسټونه او موسسې شته، خو کتونکی په دې کې د ګوتو په شمار بنسټونو او موسساتو فعالیتونه اغېزمن بولي او زیاتوي، چې ډیری دا ډول نهادونه د مادي هدفونو له پاره جوړ شوي ول، چې اوس هغه د لنډ مهالو او کوچنیو پروژو بازار هم نه لري.

XS
SM
MD
LG