د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني بانکونه د خېبر پښتونخوا سوداګرو ته قرضې نه ورکوي


په بينکونو کې د پرتو پيسو په سلو کې اوو ديرش د خيبر پښتونخوا د خلکو دي او ده اين ايف سي ايوارډ لاندې هم د صوبې حق په سلو کې شپاړس جوړيږي

د خيبر پښتونخوا د صنعت او تجارت ايوان وايي چې په سيمه کې کاروبار (سوداګري) هسې هم د ناامنې او د ګيس او بجلې لوډشيډنګ له وجې ډير کمزوری شوی دی او د دې برسېره بانکونه هم د دې سيمې سوداګرانو ته پورونه «قرضونه» نه ورکوي چې ورسره په سيمه کې د مالي استحکام او خوشحالۍ مخه نيول شوې ده.

د خيبر پښتونخوا چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري يا د صنعت او تجارت د ايوان چيرمين فواد اسحاق مشال ريډيو ته وويل چې په صوبه کې د ناامنې له وجې نزدې په ۲۲۰۰ کارخانو کې ۸۵۰ کارخانې بندې پرتې دي او په سيمه کې د کاروبار لپاره د نامناسبه حالاتو له وجې سوداګران په کډو کولو مجبوره دي خو د دې بر سيره هم چې کله سوداګران خپلو کاروبارونو ته د اوږې ورکولو په تکل د بينک څخه قرض اخلي نو بينکونه ورته قرضونه نه ورکوي.

"بينکونو د ټول پاکستان د قرضونو صرف په سلو کې دوه برخي د خيبر پښتونخوا خلکو ته ورکړې دي او حال دا دی چې په بينکونو کې د پرتو پيسو په سلو کې اوو ديرش د خيبر پښتونخوا د خلکو دي او ده اين ايف سي ايوارډ لاندې هم د صوبې حق په سلو کې شپاړس جوړيږي"

د شخصي بينک يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي مشال ريډيو ته وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنې له وجې بينکونو د قرضونو ورکولو پاليسي سخته کړې ده.

خو د صنعت او تجارت د ايوان مشر فواد اسحاق وايي:

"بينکونه چې زموږ له صوبې پيسې راټولوي نو ناامني نه وي خو چې کله د ورکولو وار را شي نو بيا ناامني وي، دا د وفاقي وزير خزانه فرض جوړيږي چې د دې نوټس واخلي او که د اين ايف سي ايوارډ مطابق ۱۶ فيصده برخه نه راکوي نو ۱۰ فيصده خو دې راکړي چې په صوبه کې خلک سوداګري پيل کړي نو خوشالي به راشي او ترهګري به کمه شي"

په دې اړه مو د وفاقي وزير خزانه اسحاق ډار سره د رابطې کوشش وکړو خو بريالي پکې نه شو خو بيا د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني مشال ريډيو ته وويل:

"د بينکونو کار دی چې څوک ورته ضمانت ورکړي او کاغذي کاروايي پوره کړي که سوداګر وي او که عام وګړي نو بايد چې بينکونه ورته قرض ورکړي او که د بينکونو لخوا څه ډوله ستونځه وي نو سوداګر دې زموږ په نوټس کې راولي موږ د خپل حکومت په کچه هم له بينکونو سره دا ستونځه راپورته کولای شو"

د خيبر پښتونخوا د صنعت او تجارت د ايوان په وينا په صوبه کې د سوداګرۍ د کمزورېدو يواځنۍ لامل ناامني نه ده، بلکې د مرکز لخوا صوبې ته د بجلۍ او ګېس په مد کې د حق نه تر لاسه کېدو او ناروا لوډشېډینګ له وجې هم په صوبه کې باقي پاتې کارخانې په ورځ کې صرف يو څو ګنټې چالانې وي ۔

XS
SM
MD
LG