د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان جمهوريت به بلاخره په آمريت بدل شي'


نهه دېرش کلنه سبين محمود شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هغه وخت نامالومو وسله والو ووژله کله چې له خپلې مور سره په ګاډي کې کور ته روانه وه.

پاکستاني ليکوال رضا رومي په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کي ليکي، په کراچۍ کې د فعالې سبين محمود وژنه د دې خبري يادونه کوي چې په دې هېواد کې د بشری حقونو دفاع کوونکي له يو شمېر ننګونو «چيلنجونو» سره مخامخ دي.

نهه دېرش کلنه سبين محمود شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هغه وخت نامالومو وسله والو ووژله کله چې له خپلې مور سره په ګاډي کې کور ته روانه وه.

ليکوال وايي، سبين محمود د سکېنډ فلور «دویم پوړ» په نوم د بحث مباحثې يوه اداره چلوله او ځان يې د ریاست لخوا د پرمخ وړل شوې مذهبي قام پرستۍ په ځواب کې د يوه متبادل سوچ او فکر رامنځ ته کولو ته وقف کړی وو.

د ده په خبره د نوموړې اداره وړوکې وه خو د سيکولر او اجتماعي فکر لرونکو تحريکونو لپاره يو مهم ډګر وو.

د رضا رومي په وينا تر وژل کېدو مخکې سبين محمود د خپلي ادارې لخوا د ورک کړل شوو بلوڅانو او له عدالت پرته وژنو په اړه يوه غونډه جوړه کړې وه چې هم دغسي يوه غونډه وار له مخه د حکومت په حکم د لاهور لمز پوهنتون ځنډولې وه.

ليکوال زياتوي داسې ښکاري چې د رياست له حکمه سرغړونه د دې د مرګ سوب شو او د ده په خبره ځېنې خلک دا شک کوي چې ښايې حکومت د دې په وژنه کې لاس لري.

رضا رومي پر مخ ليکي، هر هغه څوک چې خپل ازاد خياله او سيکولر فکر څرګندوي او ورځني يوه ولسي شخصيت جوړېږي نو هغه په ممکنه توګه په نښه کيږي.

هم دغو حالاتو ته په پام سره رضا رومي د پاکستان محاصره شوو لبرالانو ته وړاندېز کوي چې ځانونه منظم کړي او مدني ټولنه خپل ملاتړ ته وهڅوي.

د ده په خبره لبرالان بايد پر پارليمان او حکومت فشار واچوي چي د سبين محمود په شان خلکو د وژنو مناسبه پلټنه وکړي او ککړ کسان عدالت ته حاضر کړي.

دا شان رضا رومي پر نړيوالي ټولني غږ کوي چې بايد ومني چې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستان حکومت جګړه پوره نه بلکې د رواني کیسې يوه برخه ده.

د ده په خبره بايد د پاکستان پر حکومت زور راوړل شي چې د ولسي ازاديو درناوی وکړي او څوک پرېنږدي چې لبرل فعالين ووژني اود ليکوال په خبره که داسي و نشو نو د پاکستان جمهوريت به بلاخره په آمريت بدل شي.

XS
SM
MD
LG