د لاسرسي ځای

پولیس او روغتیايي سرچینې وايي، د پنجشنبې پر ورځ تر ټولو خونړۍ چاودنې په اېسکان سیمه کې وشوې چې پکې پینځه کسان ووژل شول.

عراقيو چارواکو د فبرورۍ په میاشت کې پر داسې مهال په بغداد کې ګرځبندیز یا کرفیو ختم کړ چې امنیتي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد جنګېږي.

دې ډلې په تېر اوړي کې د هېواد په شمال او غرب کې لویه برخه خاوره ونیوله.

داسې ښکاري چې وسله وال اوس په پلازمېنه کې د تګ راتګ له ازادۍ ګټه اخلي. تېره ورځ په جمیله سیمه کې د ماشومانو له روغتون سره نېږدې په نورو موټر بمي بریدونو کې درې ولسي وګړي ووژل شول.

په سوداګریزې کوڅې الحریه کې په چاودنه کې څلور، په طلبیه ولسوالۍ کې درې او په اور سیمه کې دوه کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG