د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندوز کې افغان ځواکونه بریالي دي”


د کندوز ولایت چارواکو هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې افغان ځواکونه د وسله والو بریدونو په شنډولو کې پاتې راغلي ول.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني د پنجشنبې پر ورځ ورځ مشال راډیو ته وویل، افغان پولیسو په څو جبهو کې پرمختګ کړی دی او دا چې وسله والو په تلوکې او ګل تېپې سیمو کې شاتګ کړی دی.

نوموړي دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې پرون رویټرز خبري اژانس وویل، افغان پولیس د کندوز ښار د محاصرې په ماتولو کې پاتې راغلي دي.

له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په کندوز کې د وسله والو او افغان ملي امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG