د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خیبر کې د ۲۷ وسله والو وژنې ادعا کوي


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په قبایلي سیمې خیبر کې لږ تر لږه ۲۷ وسله وال وژلي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) بېګا په یوه بیان کې وویل، د تیرا په بېلا بېلو برخو کې د نښتو پر مهال د پوځ یوه کپتان اجمل په ګډون پینځه سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادو سرچینو هم د پوځ د دعوې پخلی نه دی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG