د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کاشغر - ګوادر لاره به پر زړه نقشه جوړېږي'


د کاشغر - ګوادر تجاري لار سره د سړک برسېره صنعتي منصوبې، د رېل پټلي، اپټیک فایبر او د استوګنې کالونۍ هم تړل شوې دي او مرکزي حکومت دغه ټولې اسانتياوې پنجاب ته اوړل غواړي

د منصوبه بندۍ او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال د چارشنبې په ورځ قامي اسمبلې کې وويل چې د چين له کاشغره د بلوچستان تر ګوادره لويې تجارتي لارې په نقشه کې هېڅ بدلون نه دی راغلې او په تجارتي لاره کې د بدلون په اړه د ملک دښمنانو د درواغو ګنګوسې خورې کړې دي.

احسن اقبال زياته کړه چې کاشغرـ ګوادر لويه تجارتي لار په درې منصوبو مشتملهدي چې پکې د خيبر پښتونخوا او د بلوچستان د مرکزي سيمو څخه تيرېدونکې منصوبه په خپل ځای موجوده ده.

خو د عوامي نېشنل پارټې مرکزي جنرل سيکرېټري ميا افتخار وايي چې د دوی ګوند په دې اړه باندې د چارواکو او د چين له سفير سره هم ليده کاته کړي دي او دا چې د کاشغر - ګوادر تجاري لار سره د سړک برسېره صنعتي منصوبې، د رېل پټلي، اپټیک فایبر او د استوګنې کالونۍ هم تړل شوې دي او مرکزي حکومت دغه ټولې اسانتياوې پنجاب ته اوړل غواړي او زموږ لپاره به يواځې سړک جوړوي. " د تجارري لار سره تړلې ټولې اسنتياوې دوی پنجاب ته اړوي نو دلته به صرف کرښه جوړوي نو دا خو يواځې سړک نه دی"

خو د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير مشتاق غني وايي چې وفاقي وزير احسن اقبال دوی ته يقين ورکړی دی چې په لويه تجارتي لار کې څه ډول بدلون نه دی راغلی.

احسن اقبال دلته خيبر پښتونخوا ته هم راغلی وو زموږ له هغه سره خبرې شوې دي هغه موږ ته يقين راکړی دی چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې د کاشغر ګوادر لويې تجارتي لار کې څه بدلون نه دی شوی هغه دا ضرور وويلي وو چې له دې علاوه هم په دې منصوبه کې دوه درې لارې نورې هم دي خو زه بيا هم د صوبايي حکومت له اړخه دا اخطار ورکوم چې که لويه تجارتي لار يې د خيبر پښتونخو ا پر ځای له پنجابه تېره کړه نو دا مسئله به د کالا باغ ډېم څخه هم زيات زور واخلي.

د قومي وطن پارټې مشر آفتاب احمد خان شيرپاو وايي چې په دې اړه يې د وزيراعظم ميا نواز شريف سره هم خبرې شوې دي او د صوبې له حق څخه به د دوي ګوند پوره دفاع کوي

"شروع کې چې کومه لاره وه هغه د پښتنو په سيمه تېرېده موږ ته هغه زړه لار منظوره ده او نوې نه، د دې لپاره به ورزير اعظم يوميټنیګ راغواړي، په هغه کې به بيا يوه کميټۍ جوړېږي، چې په زړه نقشه باندې د تجارتي لارې جوړول يقيني کوي"

پام دې وي چې ګرمو اوبو ته په لنډه لار د رسېدو په غرض چين له کاشغر څخه تر ګوادر پورې تجارتي لار د ۴۵ اربه ډالرو په لګښت باندې د جوړولو منصوبه له پاکستان حکومت سره لاسليک کړې ده چې د کارپوهانو په وينا په جوړيدو سره به يې د سيمې معاشي وضعه ډيره وده ومومي.

XS
SM
MD
LG