د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملاله یوسفزۍ بریدکوونکو ته د ټول عمر بند سزا واورول شوه


له سوات سره تعلق لرونکې د تعلیم جهاني مبارزه او نوبل انعام وړونکې ملاله یوسفزۍ او د هغې پر دوو ملګرو شازیه رمضان او کاینات ریاض د دوه زره دولسم کال د اکتوبر پر نهمه نېټه طالبانو برید کړی وو.

په سوات کې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت پر ملاله يوسفزي حمله کونکو لسو کسانو ته د عمر قيد سزا اورولې ده.

په سوات کې د پوځ وياند ميجر فاروق فيروز نن مشال راډیو ته وویل د سيدو شريف د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت د بندو دروازو تر شا دغه فيصله کړې چې پکې لسو هغو تنانو ته چې له حکومت سره له وړاندې په بند کې ول، د عمر قېد سزا ورکړل شوې ده.

له سوات سره تعلق لرونکې د تعلیم جهاني مبارزه او نوبل انعام وړونکې ملاله یوسفزۍ او د هغې پر دوو ملګرو شازیه رمضان او کاینات ریاض د دوه زره دولسم کال د اکتوبر پر نهمه نېټه طالبانو برید کړی وو. دغه لس کسان پروسږ کال د سیپتېمبر پر دولسمه نېټه د یادې حملې په تړاو ونیول شول، چې اوس ورته د عمر قېد سزا ورکړل شوې.

ملاله له برید پس د بریتانیا برمنګم ته د درملنې لپاره یووړل شوه او له رغېدو سره سم یې بیا خپلې مبارزې ته دوام ورکړ چې په مټ یې د نړۍ اکثریت مخورې جایزې ترلاسه کړې دي چې پکې لویه هغه یې د نوبل امن جایزه هم ده. پروسږ کال دغه جایزه دې او په هند کې د ماشومانو حقونو یوه بل مبارز کېلاش ستیارتي ته په ګډه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG