د لاسرسي ځای

پاکستان باید په افغانستان کې سل په سله لاسوهنه ودروي. کاکړ


پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وایي، د پاکستان ستونځې به هله هوارېږي، چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي او په پاکستان کې مېشتو ټولو قامونو ته خپل حقوق ورکړي. دا خبري نوموړي پر ۲۹م اپرېل د خپل ګوند د وژل شويو غړيو په ياد کې ولسي غونډې ته کولې، چې په ۲۱م اپرېل ۲۰۰۰ کې په پښتون آباد کوټه کې د جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي ول.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG