د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان باید په افغانستان کې سل په سله لاسوهنه ودروي. کاکړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ

پاکستان به په دې خلاصېږي، چې په ازاد او جمهوري افغانستان کې يې لاسوهنه سل په سله بنده کړې نه وي، لاسوهنه يې لا هم روانه ده. او په دې خلاصېږي، چې د پښتون، بلوڅ، سندهي او سرايکي برابري به مني.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ وایي، د پاکستان ستونزې به هلته هوارې شي، چې په افغانستان کې لاس وهنه بنده کړي او په پاکستان کې مېشتو ټولو قامونو ته خپل حقوق ورکړي.

دا خبري نوموړي د دوي د ګوند د وژل شويو هغو غړيو په ياد کې ولسي غونډې ته کړې، چې په ۲۱م اپرېل ۲۰۰۰ کې په پښتون آباد کوټه کېد جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي ول.

د پاکستان په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر او د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي، پاکستان دا وخت په داسې ستونځو کې راګېر شوی، چې د ده په خبره د خلاصون یوازنۍ لاره یې په ازاد افغانستان کې له لاسوهنې لاس اخیستل دی اوپښتنو، بلوڅانو، سنديانو او سرايکيانو ته خپل حقوق ورکول دي.

؛ تاسو وينئ چې پاکستان د تاریخ له بدترینه مشکلاتو سره مخامخ دی او خلاصون يې نشته. نه په ضرب عضب خلاصېږي، نه په پوځي اپرېشن خلاصېږي، نه په ايپيکس خلاصېږي، نه په نيکټا خلاصېږي، نه په نېشنل ايکشن پلان خلاصېږي. په دې خلاصېږي، چې په ازاد او جمهوري افغانستان کې يې لاسوهنه سل په سله بنده کړې نه وي، لاسوهنه يې لا هم روانه ده. او په دې خلاصېږي، چې د پښتون، بلوڅ، سندهي او سرايکي برابري به مني؛.

عثمان خان کاکړ دې ولسي غونډې ته په خپله وينا کې د پاکستان او چين ترمنځ د ګوادر – کاشغر اقتصادي راهدارۍ «کوريډور» ته د پنجاب او چين تر منځ د اقتصادي کوريډور نوم ورکړ او ويې ویل، چې د دوی ګوند به کله همدغه لاره له پښتون مېشتو سیموو پنجاب ته اړول پرېنږدي.

ترغونډې وروسته د مشال راډيو خبریال خداینور ناصر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان مرکزي وزیر احسن اقبال د چارشنبې په ورځ په پارليمان کې اعلان وکړ، چې کاشغر – ګوادر لاره يې له پښتون مېشتو سیمو څخه نه ده اړولې، عثمان خان کاکړ وویل:

؛ ساده خبره دا ده، چې احسن اقبال رښتيا نه وايي. پر زړه لاره به دوی دا اعلان کوي، او نوازشریف به يې خپله اعلانوي، چې موټروې به له خېبر پښتونخوا، ډېره اسماعیل خان او ږوبه تېرېږي، او داسې به ريلوې لاین بیا په دغه لاره ځي. بیا به موږ ډاډمن شو. دوی اقتصادي کوريډوردې ته وايي، هاغه موږ ته چې فرنګي راجوړ کړی دی، له ږوبه تر کوټې او بیا تر ډېره اسماعیل خانه غځېدلې لاره کوریډور بولي. دوی دا وايي، که په دې کې يوځای کډۍ مډۍ وي، هغه به در ډک کړو او پر ځئ راځئ، دغه ستاسو کوريډور دی؛.

له دې سره د جمعیت علماء اسلام نظرياتي په مشرۍ کې ټول ګوندیز کنفرانس چې يو شمېر نورې مذهبي او ملتپال ګوندونه هم ورسره ملګري دي، په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې له پښتون مېشتو سیمو څخه د دغه کوريډور دبدلولو پر ضد به د مۍ پر شپږمه نېټه کاربندیز او احتجاج کوي.

په کوټه کې د جمعیت علماء اسلام نظرياتي په مشرۍ ټول ګوندیز کنفرانس
په کوټه کې د جمعیت علماء اسلام نظرياتي په مشرۍ ټول ګوندیز کنفرانس

XS
SM
MD
LG