د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ګوادرـ کاشغر لارې اړول نه منو'


په کوټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ غونډه
په کوټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ غونډه

ګوادرکاشغر کوريډور به يا په پښتنو ميشتو سیمو تيريږي، یا د کالاباغ ډېم په څير به د تل لپاره له منځه ځي. عوامي نیشنل ګوند

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي دې اولسي غونډې ته په خپله وينا کې ویلي، چې پنجاب تل د خپلو ګټو لپاره د پښتنو افغانانو په وطن کې اور بل کړی، او ګټې يې يواځې او يواځې پنجاب ته رسېدلې دي.

دغه ګوند د ګوادرکاشغر راهدارۍ له پښتون مېشتو سیمو څخه د بدلولو پر ضد د سېشنبې په ماځيګر د کوټې په هاکۍ لوبغالي کې يوه لویه ولسي غونډه وکړه. دې غونډې ته په وينا کې د عوامي نیشنل ګوند مرکزي او صوبايي مشرتابه د سیمې پر پښتنو ږغ وکړ، چې له پښتون مېشتو سیمو څخه دي د ګوادرکاشغر راهدارۍ پنجاب ته د بدلولو پر ضد سخت غبرګون څرګند کړي، تر څو د دوی په خبره پنجاب دې ته مجبوره شي، چې همدا لاره بېرته په هم هغه زړه لاره راولي. اصغرخان اڅکزي په خپله وينا کې وویل، پنجاب چې په اوه شپېته کاله يې پښتنو ته هيڅ ورکړي نه دي، نن يې د چين مرسته هم پرې پيرزو نه ده.

؛ په اوه شپېته کاله يې ماته خو راکړي هېڅ نه دي. هر څه يې راڅخه وړي دي. بربادي يې په نصیب راکړه، مرګ يې په نصیب راکړ. خو چې نن چين يوه فیصله وکړه، د اوه شپېته کاله وروسته، چې زما له لارې ګوادر ته ځان رسوي، نو دی وايي، نه دلته امن نشته؛.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر د پاکستان پر مرکزي وزیر احسن اقبال ږغ وکړ، چې هيڅ قوت به د پښتنو له خوښې ماسوا همدا لاره پای ته ونه رسوي. د اصغراڅکزي په وینا دوی ته وړاندې هم د غدار نومونه ورکړل شوي او بیا هم له دې نومونو او تورونو نه وېرېږي.

؛ هروخت موږ ته په دې ملک کې د غدار نوم راکړل شوی. موږ يو وارې بیا هغسې غدار سهي، لاکن موږ دا درته وایو، چې تاته د غازي امان الله خان، د احمدشاه ابدالي، د میروایس خان نیکه او د غوريانو د تاريخ پته نشته، ځکه خو نو موږ چېړې. لاکن دا درته ویل غواړو، هېڅوک هم دغه لاره تر هغه جاري نشي ساتلی، تر کومه پورې، چې دغه لاره د پښتنو افغانانو پر وطن تېره شوې نه وي؛.

اصغرخان اڅکزي په دې ولسي غونډه کې اعلان وکړ، چې د مۍ مياشتې په شپږمه نېټه چې مرکزي وزیر احسن اقبال به کوټې ته راځي، دوی به يې پرضد په کوټه کې کاربندیز کوي. له دې سره د دغه ګوند د اسمبلۍ غړي انجينرزمرک بیا وویل، که د کاشغرګوادر همدا لاره له پښتون مېشتو سیمو تېره نه شوه، نو د ده په خبره د کالاباغ ډېم پروژې غوندې به د تل لپاره دا پروژه ختمېږي.

؛ ته يواځې ګوادر ځان رسول غواړې، او ګوادر نه بلکې پنجاب ابادول غواړې. او د پنجاب لپاره دا منصوبه جوړوې. نو موږ نن په دې جلسه کې دا اعلان کوو، چې دا کوريډور به د پښتنو له سیمو تېرېږي، که نه وي، نو د کالاباغ په څېر به دغه کوريډور هم جوړ نشي؛.

د ویلو وړ ده چې په دې وروستيو کې چين تر ګوادر بندره پورې د کاشغر- ګوادر لارې په نامه د يوې پروژې اعلان کړی وو، چې د نقشې له مخې د پښتنو په سیمو کې به تېرېږي خو اوس د مسلم لیګ (ن) پر مرکزي حکومت تور لګول کېږي چې دا لاره په پنجاب کې تېروي. خو د مرکزي حکومت وفاقي وزیر احسن اقبال د پاکستان پارلمان کې په خپله یوه وینا کې ویلې چې د کاشغر-ګړادر لاره به پر خپله پخوانۍ نقشه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG