د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر لواړګی: د وسلې دوکان کې له چاودنې څلور تنه ژوبل


د خېبر ایجنسۍ انتظامي چارواکي وایي، د لواړګي په بازار کې د وسلې یوه دوکان کې دننه له بمي چاودنې څلور کسان ژوبل شوي دي.

د چارواکو په خبره، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کریم شلماني په نامه د یو کس په دوکان کې شوې ده.

یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه وخت وشوله کله چې دغه کسانو په یو لاسيبم (ګرنېډ) کې ګتې وهلې.

ده وویل، ټول زخمیان يې په سمدستي توګه د لنډي کوتل روغتون ته رسولي دي.

ده زیاته کړه، په زخمیانو کې د یو کس حالت ښه نه دی او د نورې درملنې لپاره یې پېښور ته وړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG