د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتانه دې د ګوادرـ کاشغر لارې بدلولو پر ضد غبرګون وښيي'


په کوټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ غونډه
په کوټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ غونډه

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو ویلي چې پښتانه دي د کاشغر او ګوادر تر منځ په لویه تجارتي لارې کې د بدلون پر ضد غبرګون وښيي. دا خبرې د یاد ګوند مشرانو د سېشنبې په مازیګر په کوټه کې یوې جوړې کړې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. د چین د کاشغر او د بلوچستان د ګوادر تر منځ د دې تجارتي لارې لپاره لومړی داسې نقشه جوړه شوې وه چې په پښتنو سیمو کې ترېدله خو اوس د مسلم لیګ (ن) پر مرکزي حکومت تور لګول کېږي چې دا لاره په پنجاب کې تېروي. خو مرکزي حکومت لا تر اوسه خپل څرګند او جوت بیان نه دی ورکړی چې دوی دا لاره پر هغه زړه نقشه تېروي او که یې د پښتنو ملتپالو او ګڼو نورو سیاسي ګوندونو د ادعا له مخې په پنجاب کې تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG