د لاسرسي ځای

په پکتیا ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې تېره ورځ یادو ځواکونو د بدر په نوم د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د ملخېلو په سیمه کې شپږ مشکوک وسلوال نیولي دي.

په پکتیا کې د ملي اردو د ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه مشال راډيو ته په استول خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي اردو له خوا د غزني په ګیلان کې شپږ مشکوک وسلوال او یو سراچه موټر نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په څنډو کې هم پر وسلوالو د درنو وسلو بریدونه شوي، چې په کې څلور وسلوال ژوبل شوي او د دوی ځنې وسلې او واسطې هم ویجاړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو له خوا ۲۳ کړۍ ماینونه چې د خلکو ګڼ میشتو سیمو ته څیرمه او یا په لارو کې ځای پر ځای شوي ول کشف او شنډ کړي دي.

XS
SM
MD
LG