د لاسرسي ځای

تازه خبر

توپان ځپلي د خېبر پښتونخوا له حکومته ګیله من دي


په پېښور کې د توپاني سېلۍ او باران له کبله ځپل شوي خلک وايي چې حکومت ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې.

د یکشنبې ماښام په پېښور کې د راغلې سېلۍ او باران اغېزمن خلک وايي، حکومت یوازې د مرستو اعلانونه کوي خو ورکوي یې نه.

د پاکستان مرکزي حکومت د هر وژل شوي کس لپاره پنځه لکه او د ټپي شوي لپاره د پنځوس زره روپیو اعلان کړی دی.

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت له دې ځپلیوو خلکو سره د مرستې لپاره نن «چارشنبه» غونډه رابللې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې سېلۍ او باران کې تر څلوېښت زیات کسان وژل شوي او تر دوه سوو ډېر ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG