د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د مجاهدینو د بري ورځ ولمانځل شوه


په خوست کې یو شمېر مجاهدین، دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د افغانستان خلک باید د روسانو سره تر څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته، چې سور لښکر يې مات کړ او یو اسلامي حکومت یې رامنځته کړ، د هېواد د پرمختګ او بیارغونې له پاره خپلو مجاهدو او هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په خوست کې یو شمېر مجاهدین، دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د افغانستان خلک باید د روسانو سره تر څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته، چې سور لښکر يې مات کړ او یو اسلامي حکومت یې رامنځته کړ، د هېواد د پرمختګ او بیارغونې له پاره خپلو مجاهدو او هلو ځلو ته دوام ورکړي.

دوی یادې څرګندونې د سېشنبې په ورځ په خوست کې په دوو بیلابیلو هغو غونډو کې وکړې، چې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۳ مې کالیزې په مناسبت جوړې شوې وې.

یادې غونډې د خوست په ملي لوبغالي او د قومونو د پیوستون شورا په انګړه کې جوړې شوې وې.

په ملي لوبغالي کې د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدداود وقفي مشال راډيو ته وویل، چې خلک باید دا ځل د افغانستان د پرمختګ او شته فساد پر وړاندې جهاد وکړي:

((دا چې نن ورځ په افغانستان کې د مقدس جهاد د کامیابۍ ورځ لمانځل کیږي، له دې وروسته باید ټول مجاهدین او دیني علماء او ټول افغانان د هېواد د پرمختګ دپاره جهاد وکړي، د بیارغونې له پاره جهاد وکړي، ټول باید راپورته شو، لکه پرون مو چې د روسانو د تیري پر وړاندې وسلوال جهاد اعلان کړی وو، باید نن د اداري فساد په مقابل کې جهاد اعلان کړو.))

د خوست ولایتي شورا غړي الحاج مجیب الرحمن سلیم زوی وویل، چې په افغانستان کې اوسنۍ نظام او د روسانو په مقابل کې څوارلس کلن جهاد د افغانستان د خلکو د سترو مجاهدو او قربانیو پایله ده، نو دلته باید یوه پاکه او د ښې حکومتوالۍ نمونه اداره جوړه شي.

د جهاد د دورې یو تن معیوب مولوي لیونګل حبیبي وویل، چې د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته بیا تر ننه معلولینو، معیوبینو او د جهاد د لارې قربانیانو کورنیو ته د دوی هغه قانوني حقوق نه دي ورکړل شوي.

د قومونو د پیوستون شورا په انګړه کې د جوړې شوې غونډې یو تن ګډونوال د خوست د ولایتي شورا پخواني مشر سیدکریم خان خاکسار وویل، چې دوی د وسلوالو مخالفینو څخه د سولې د بهیر سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه:

((زموږ دیني عالمانو، قومي مشرانو او مجاهدینو د دولت پر وسوالو مخالفینو باندې غږ وکړ، چې نور د سولې له پروسې سره یو ځای شي، زموږ د ملي یووالي حکومت دوی ته د سولې اعلان کړی دی، دوی باید نور جنګ پریږدي، د افغانانو سره په یوه ټغر کیني، د افغانانو سره ګډ ژوند وکړي، په دې هېواد کې بدبختیو او مشکلاتو باید د پای ټکی کېږدي.))

د یادونې وړ ده درویشت کاله وړاندې د افغانستان د مجاهدینو د څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله په مشری روس پلوي حکومت سقوط وکړ او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدینو ته واک وسپارل شو، خو د مجاهدینو په بریالیتوب سره هم یو ملي حکومت جوړ نشو، د جهادي تنظیمونو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شوې او په دې جګړو کې تر ۶۵ زره ډیر افغانان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG