د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نه ښکاري چې د سبین وژونکي دې ونیول شي'


په کراچۍ کې د بشري حقونو وژل شوې مبارزه سبین محمود
په کراچۍ کې د بشري حقونو وژل شوې مبارزه سبین محمود

د بشري حقونو کميشن مشرې زهره يوسف وايي، پاکستان نه پخوا د سبین غوندې په وژنو ککړ کسان نيولي او نه هم نښې شته چې په راتلونکې کې به داسې وشي.

د پاکستان انساني حقونو کميشن وايي، داسې نه ښکاري چې په کراچۍ کې د وژل شوې، د بشري حقونو لپاره کارکوونکې، سبين محمود قاتلين به ونيول شي.

په داسې حال کې چې د سند صوبې وزیر اعلا د نوموړې د وژنې پلټنو لپاره يو کميشن جوړ کړی او د پاکستان پوځ په دې برخه کې د مرستې وړاندیز کړی، د بشري حقونو کميشن مشرې زهره يوسف نن «سېشنبه» له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل پاکستان نه پخوا په داسې وژنو ککړ کسان نيولي او نه هم نښې شته چې په راتلونکې کې به داسې وشي.

زهره يوسف

«موږ دا وژنه غندلې ده، موږ دا هم وايو، هغه خلک چې د انساني شعور او یا د انساني شعور رابیدارولو لپاره کار کوي، او همداراز ازاد خیاله خلک یو په یوه وژل کېږي، او دا ځکه د ویرې خبره ده چې زموږ غوندې یا د سبین پشان خلکو لپاره کار کولو لا خطرناکه کېږي. او بیا خلکو ته انصاف نه رسېږي.

د يادونې وړه ده چې سبين محمود د تېرې جمعې په ورځ تر هغې وروسته د موټرسايکل سورو وسله والو له خوا ووژل شوه چې په خپل دفتر کې يې د بلوچستان د غيب کړل شوو کسانو په اړه يو سيمينار يا مباحثه جوړه کړي وه.

XS
SM
MD
LG