د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیپال زلزله کې د وژل شوو شمېر ۳۲۰۰ تنو ته ورسېد


د نیپال سرښار کټمنډو ته د نړي والو امدادي ادارو او د لټون کونکو ډلو د رسیدو لړۍ شورو شوي ده.

په نېپال کې د تېر خاليورځې زلزلې۳۲۰۰ کسانوژلي او ۶۵۰۰ کسان یې ژوبل کړي دي.

د دې وروستۍ زلزلې مرکز چې شدت یې د امریکا جیولوژیکي سروې په اداره کې د رېکټر په پيمانه شپږ اعشاریه اووه درجې ثبت شوی، د چین سرحد ته نژدې په سرښار کټمنډو کې تر ځمکې لاندې لس کیلوميتره ژور ښودل شوی، د پنځوس کیلومترو په ساحه کې پرتې سیمې یې ځپلې دي.

د دغې زلزلې زیانونه د نېپال په شاوخوا هېوادونو کې هم څارل شوي. په هند کي زلزلې يو شپيته کسان وژلي او لهګاونډیو هېوادونوچین او بنګله دېشه هم د مرګژوبلي راپورونه دي.

د نیپال سرښار کټمنډو ته د نړي والو امدادي ادارو او د لټون کونکو ډلو د رسیدو لړۍ شورو شوي ده.

د امریکا غږ خبریال سټیو هرمین هم د جاپان د ٧٠ کسیزه امدادي ډلې سره په الوتکو کې روان وو خو د کټمنډو په هوايي اډه د جهازونو د گڼې په وجه د هغه پرواز د تیلو اچولو لپاره کلکتې ته بوتلل شو.

هرمین وايي د هغه پرواز ته خبرداری ورکړی شوی دی چې د کټمنډو په هوائي اډه به گډوډی او بد انتظامي وي ځکه چې د هوايي کنټرول ټاور د وړو زلزلو په وجه خالي کړل شوی دی او په ځغاستلیکه «رن وې» د هغه خلکو گڼه گوڼه ده چې له هېواده بهر تلل غواړي.

د اکسفیم نومې امدادې مشرې هېلن سوکي د امریکا غږ راډویو ته ویلي زلزلې نیپال ته غبرگ زیان رسولی دی، د هیواد د وړاندې نه کمزوري بنیادي اسانتیاوې تباه شوي او به د سیلگرۍ مد ته ملاتړ نشې ورکولی.

د امریکې پشمول د نړۍ د مختلفو هیوادونو امدادي ډلې نیپال کې پرځائې شوي دي چې د ژوندي کسانو د لټون، امداد او بیا رغونې په هلو ځلو کې لاس امداد کوي.

د کټمنډو په هسپتالونو کې د زخمیانو گڼه گوڼه ده او یو ډاکټر ویلي گڼ خلک سخت زخمیان دي، لاس، پښې او په سرونو يي زخمونه دي.

د خالي په ورځ د اووه اشاریه اته زلزلې ورسته نورې وړې وړې زلزلې هم راغلې او خلک يي سختې ویرې سره مخ کړې دي. د زلزلې مرکز د کټمنډو نه ٨٠ کلومیټرې لرې په شمال مغرب کې وو. لرې پرته سېمو ته لارې بندې دي او ویره څرگندیږي چې د لرې پرتو سېمو نه د خبرونو رارسیدو ورسته د مړو او زخمیانو خلکو په شمیره کې اضافه هم کیدی شي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیرښیگړې ادارې یونیسف ويلي شا او خوا ١٠ لکه ماشومان امداد ته اړتیا لري.

د طبي امداد نړي والې ادارې ايي سي ار سي ویلي په سلگونو نیپالیان او غیرملکیان بې درکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG