د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نو طالبان او داعش د اسلام له دایرې خارج دي'


د خانې کعبې امام شېخ خالد الغامدي
د خانې کعبې امام شېخ خالد الغامدي

د جيو ټي وي پروګرام جرګه کې له خبریال سليم صافي سره د خبرو په وخت د خانه کعبې امام شېخ خالد الغامدي د هر مسلک پر مسلمانو غږ وکړو چې يو موټي شي او خپلمنځي اختلافات پرېږدي.

د خانه کعبې امام وايي هر هغه څوک چې د قران او حديثو غلطه تشريح کوي هغه له اسلامه وتلی دی او مسلمانان ټول يو امت دی هغه که په سعودي عرب کې دي او که په ايران کې.

د ده په خبره طالبان او داعش که د اسلام غلطه تشريح کوي نو دوی د اسلام له دائرې خارج دي ځکه چې دغه خلک د قران د آياتو ترجمه د خپلو ذاتي ګټو لپاره کوي او د هغې پر بنياد بې ګناه خلک، ماشومان او زنانه وژني چې يو بې دليله او غلط عمل دی او له دې سره اسلام ته زيان رسي.

د امام کعبې بيان او د قران د آياتو د تشريح په حقله مشال رېډيو د مذهبي چارو د کارپوه مفتي فضل منان عابد نه تپوس وکړو نو ده وويل د قران د هر حکم لپاره خپل ځای مقرر دی. دی وايي د جهاد ذکر په خپله موقع راغلی او د حج يا نور احکامات په خپل خپل ځای او موقع راغلي او هېڅ يوه مسلمان ته دا حق نشته چې بل مسلمان يا غېر مسلمه ووژني.

خو د مذهبي چارو يو بل کارپوه نجم برهاني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د کعبې امام دا خبرې پر وسله والو هېڅ اثر نه کوي ځکه چې هغوی تر يو خاص مشن لاندې وسلې ته لاس کړی او دا شان بيانونه او فتوې وړاندې هم ډېرې راغلې خو په دغه خلکو یې څه اثر نه دی شوی، البته ممکن ده چې ډېر هغه خلک چې وسله والو ته صحيح وايي، ورسره په څه نا څه توګه مرستې يا همدردۍ ورسره لري د هغوی فکر ورسره بدل شي.

د يادونې ده چې د خانې کعبې امام شېخ خالد الغامدي د تېر زيارت په ورځ د اووه ورځو په سفر پاکستان ته تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG