د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا د وزیراعلی پرضد اسلام اباد کې مظاهره


وزیر اعلی پرویز خټک
وزیر اعلی پرویز خټک

د خیبر پښتونخوا لسګونو سرکاري ملازمینو د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې د عمران خان د کور مخې ته د پښتونخوا د وزیراعلی پرویز خټک پرضد له تیرو څو ورځو راهیسې په احتجاج لاس پورې کړی دی.

دا هغه مظاهره چیان دي چې د خیبر پښتونخوا د بیلا بیلو سیمو سره تعلق لري او په مختلفو سرکاري دفترونو کې په کنټریکټ ( قراردي توګه ) کار کوي.

مظاهره کونکي وايي د پښتونخوا چارواکي د دوی ستونزو او غوښتنو ته پام نه کوي، نو ځکه دوی د عمران خان د کورمخې ته پرلت غزولی.

په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي حکومت واګي د انصاف تحریک ګوند په لاس کې دي او ددې ګوند مرکزي مشر عمران خان دی چې د اسلام اباد په بني ګاله کې استوګنه لري.

د بنو نه مظاهرې ته ورغلی امام غزالي وايي :

(( موږ دلته د خپل حق د غوښتو لپاره راغلي یو. حکومت زموږ د کار قرارداد درې وارې غزولی او په څلورم ځل دوی وايي چې ټیسټ ( ازموینه ) به ورکوئ، موږ دا نه منو.))

مظاهره کونکي وايي په خپلو چوکیو یې پنځه کاله وظیفې ترسره کړي، نو بیا د امتحان ورکولو سوال نه پیداکیږي.

د رانا سید په نوم یوه ښځینه ښونکې چې د صوابۍ له ګدونه اسلام اباد ته د مظاهرې لپاره ورغلې مشال راډیو ته یې وویل :

(( د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی له موږ سره ظلم کوي، هغه د خپلې سیمې ( نوښار ) د خپلو پلویانو او د ګوند غړو ته د کار ورکولو په موخه زموږ د کار مخه نیسي. وزیر اعلی موږ سره ضد کوي، نه پوهیږو موږ ورسره څه بد کړي دي. ))

یوې بلې میرمنې تور ولګولو چې تیره ورځ د پښتونخوا وزیر اعلی د عمران خان کورته ورغلی و ،او د واپسۍ پرمهال چې مظاهره کونکیو یې لاره بنده کړه نو هغه پرې ګاډی وخیژولو چې ددې په وینا څلور میرمنې یې ژوبلې کړلې.

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی او عمران خان د دریځ معلومولو هڅه وکړه خو هغوی خبرې ونه کړې.

XS
SM
MD
LG