د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د بلدیاتي انتخاباتو لړۍ روانه ده


د اپریل پر ۲۵ د پاکستان په دوه څلوېښت کنټونمنټ بورډونو کې اولس کاله پس بلدياتي انتخابات ترسره شو. د پاکستان سرکاري ټي وي وايي دغه انتخاباتو ته له يوولس نيم سوو څخه زيات اميدواران ولاړ وو. د اليکشن کمېشن د چارواکو په وینا د مردان رسالپور، پنډۍ چکلاله او ملير کېنټ په ګډون د ملک په ټولو ۴۳ چاوڼو کې يوازې په ۴۲ کې د رایو اچولو تر سره شوی دی خو د بلوچستان په اړماړه کنټونمنټ انتخابات نه دې شوي. په دې انتخاباتو کې د رايو اچونکو شمېره څه باندې اتلس لکه ده.

XS
SM
MD
LG