د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبین محمود څوک وه او څه کار یې کاوی؟


د سبین محمد دا عکس د محمد علي تالپور له فېسبوک پاڼې اخیستل شوی دی
د سبین محمد دا عکس د محمد علي تالپور له فېسبوک پاڼې اخیستل شوی دی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره شپه وژل شوې سبین محمود په پاکستان کې د مدنې ټولنې یو له مخکښو شخصیتونو څخه وه.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره شپه وژل شوې سبین محمود په پاکستان کې د مدنې ټولنې یو له مخکښو شخصیتونو څخه وه.

نوموړې له تېرو څو کلونو راهسې د کراچۍ په شتمنه سېمه کلفټن کې د (ډي سیکنډ فلور) په نامه یو داسې اداره جوړه کړېده چې د بشري حقونو په ګډون د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډې کوي.

د مدني ټولنې یو فعال غړي ناصر منصور له سبین محمود سره په یو شمیر پروګرامونو کې ونډه اخیستې ده .

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د سبین محمود لخوا په جوړه شوې اداره کې هغو خلکو ته د هلو ځلو لپاره ځای ورکول کېږي چې بل ځای د خپل ږع پورته کولو اجازه نه لري.

ناصر منصور وویل ، د سبین محمود فورم په ټوله مانا کې این جي او نه ده ، دا یو داسې فورم دی چې خلکو ته پکې د خپلې خبرې لپاره یو چوکاټ په لاس ورکوي، دلته به خلکو ته د هغې خبرې کولو موقع په لاس ورکول کیده چې په نورو ځایونو کې د هغه موقع یا اجازه چاته نه ورکول کیږي،دې فورم کې به خلک راغونډیل او خپله خبره یې کوله.

ناصر منصور زیاته کړه چې په پاکستان کې اوس هم ډېر داسې موضوعات دي چې خلک پرې بحثونه کول غواړي خو د داسې بحثونو لپاره دغو خلکو ته د زمینه نه ورکول کیږی.

د ده په وینا ، د سبین محمود په فورم کې د امنیتی ادارو پر اخراجاتو، د ورک کړل شوو بلوڅانو پر موضوعاتو،د جنیسي اړیکو په اړه بحثونه او په هنر او ادب کې چې کوم بندیزونه دي پر هغه د بحث کولو لپاره خبرې او څیړنې کیدلې.

ناصر منصور زیاتوي چې د دې ترڅنګ د سین محمود ادارې د موسیقۍ او د دې د زده کړې لپاره په وړه کچهځینې پروګرامونه هم درلودل.

د وژل شوې سبین محمود ملګرې او د مدني ټولنې یوه بله مخکښه مهناز رحمان وایي ، د سبین محمود د ادارې (دي سیکنډ فلور) په څېرپرمختګ خوښوونکې بله اداره په پاکستان کې نشته.

مهناز رحمان وویل ، سبین محمود د اپرېل پر ۲۴مه په دې اداره کې پر بلوچستان یو پروګرام وکړ چې له هم دې پروګرامه وروسته ورباندې دا مرګونی برید وشو. تر دې وړاندې دا پروګرام د لاهور په لمز پوهنتون کې ترسره کېدی خو هلته پرې بندیز لګول شوی وو.

د مدني ټولنې غړی ناصر منصور وایي د سبین محمود وژل په پاکستان کې د بیان د ازادۍ په وړاندې د خنډونو جوړولو برابر ګام دی.

سبین محمود په کراچۍ کې پیدا شوې وه. نوموړې لومړنۍ زده کړې له کراچۍ او لوړې زده کړې له لاهوره ترسره کړې وې .

نوموړې په۲۰۰۷ کال په کراچۍ کې پر بیلا بیلو موضوعاتو د سمینارونو ، پروګرامونو او بحثونو لپاره خپله پورته یاده شوې اداره ( دي سیکنډ فلور) جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG