د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دي د افغانستان په اړه خپل پخوانی فکر بدل کړي”


د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر پوهانو، خبریالانو او سوداګرو پر حکومت غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه باید خپل پخوانی فکر بدل کړي او دواړه هېوادونه د برابرۍ پر بنیاد له سره یو بل سره اړیکې پېل کړي.

د مدني ټولنو( پي پي سي او سي ایس سي) لخوا د جمعې پر مازیګر په کراچۍ کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو موضوع سمینار وشو چې په کې یو شمېر څیړونکو او د پوهنتونونو استادانو هم برخه واخسته.

په دې سمینار کې د سوداګرو د اتحادیې مخکښ مجید عزیز هم وینا وکړه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په صورت کې یې د سوداګرۍ د ودې او د ولس د ګټو پر موضوع رڼا واچوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG