د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په خېبر ایجنسۍ کې د ګوزڼ ناروغي کمه شوې ده “


په پاکستان کې د صحت نړیوال څانګه ډبليو ايچ او وايي چې په خېبر ايجنسۍ کې د ګوزڼ ناروغي کمه شوې ده.

په خېبر ايجنسۍ کې د جمعې پر ورځ د ياد سامان چارواکي ډاکټر وزير اکبر مشال راډيو ته وويل چې پروسږکال په خېبر ايجنسۍ کې۷۶ ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي وو خو سږکال تر اوسه د ګوزڼ يوازې پنځه ناروغان مخې ته راغلي وي.

په دوه زره څوارلسم کال کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات شاو خوا ۳۰۰ د ګوزڼ کيسونه په پاکستان کې مخې ته راغلي وو چې زياتره له قبالي سيمو څخه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG