د لاسرسي ځای

“د یمن شخړه دي د ملګرو ملتونو له قرادادونو سره سمه هواره شي”


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف ویلي دي چې د يمن پر شخړه د سعودي عرب او پاکستان په دریځونو ورته وال دی او سعودي عرب د يمن پر شخړه پاکستان ته د خواهشاتو لسټ نه دی ورکړی.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف ویلي دي چې د يمن پر شخړه د سعودي عرب او پاکستان په دریځونو ورته وال دی او سعودي عرب د يمن پر شخړه پاکستان ته د خواهشاتو لسټ نه دی ورکړی.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي وزيرعظم نواز شريف د سعودي عرب له یو لنډ سفره وروسته د جمعې پر ورځ په خپله درې ورځنۍ دوره برتانيا ته ولاړی.

​نواز شریف په لندن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې باید د يمن شخړه د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا کې هواره شي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي تر دې وړاندې د سعودي عرب په سفر کې د دې هېواد چارواکو ته وزيرعظم نواز شريف باور ورکړ چې په يمن کې د اييني حکومت او د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد بشپړ ملاتړ کوي.

ياده دې وي چې د پاکستاني پارلیمان زیاتره غړو د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو قرارداد منظور کړی وو.

XS
SM
MD
LG