د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبین محمود پر ورک کړل شوو بلوڅانو تر غونډه کولو وروسته ووژل شوه


د سبین محمد دا عکس د محمد علي تالپور له فېسبوک پاڼې اخیستل شوی دی
د سبین محمد دا عکس د محمد علي تالپور له فېسبوک پاڼې اخیستل شوی دی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نامالومه وسله والو د بحث مباحثې ټولني (ټي ټو ايف) مشره سبین محمود په ډزو وژلې ده . نوموړی د ورک کړل شوو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره له مبارزه کوونکو کسانو سره تر غونډه وروسته په نښه شوې ده .

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې نامالومه وسله والو د بحث مباحثې ټولني (ټي ټو ايف) مشره سبین محمود په ډزو وژلې ده . نوموړی د ورک کړل شوو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره له مبارزه کوونکوکسانو سره تر غونډه وروسته په نښه شوې ده .

د کراچۍ پولیس وایي دا پیښه په ډیفنس فیز - ټو کې د جمعې په شپه څه د پاسه نهه بجې مخې ته راغلې ده .

د کلفټن د سېمې پولیس مشر امجد حیات په وینا نامالومه وسله والو د سبین محمود موټر پر موټر هغه وخت برید وکړ چې دا او د دې مور دواړه پکې سپرې وي.

د کراچۍ د جناح هسپتال مشرې ډاکټرې سېمې جمالي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې سبین محمود تر ژوبل کېدو روسته یو شخصي روغتون ته وړل شوې وه چې هلته یې ساه ورکړې او بیا یې مړی جناح روغتون ته وروړل شوی دی .

ده وویل ، د سبین محمود مړی هسپتال ته راوړل شوی دی ، هغه څلور ګولۍ لګیدلې ده . وسله والو د هغې پر موټر ډزې کړې وې ، هغه په زخمي حالت کې نیشنل میډیکل سنټر ته وړل شوې وه او هم هلته یې ساه ورکړې ده.

د سبین محمود پر مور هم دوې مرمۍ لګیدلې دي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنه لاندې ده . د ډاکټران لخوا د نوموړې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

سبین محمود د (دي سیکنډفلور - یا ټي ټو ایف) په نامه د غیر حکومتي ادارې مشره وه . یاده اداره د قوالۍ او هنر ترڅنګ د بیلا بیلو موضوعاتو په اړه غونډې او خپرونې جوړوي.

د جمعې په شپه د یادې ادارې په مرکز ډیفنس کراچۍ کې د ورک کړل شوو بلوڅ وګړو لپاره د مبارزه کونکي تنظیم وایس فار بلوچ میسنګ پرسن له مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ ، فرزانه بلوڅ او له میر محمد علي تالپور سره نوموړې د (ان سایلنس بلوچستان ټېک ټو) په نامه یو پروګرام ترتیب کړی وو.

د دې پروګرام له تر سره کولو ورسته سبین محمود له دفتره کور ته پر لار وه چې نامالومه وسله والو په نښه کړه .

د سبین محمود نژدې ملګرې او د سماجي هلو ځلو مخکښه انس هارون د نوموړې د مړیني په اړه وایي، هغه ډېره تکړه ، بهادره او له وطن سره مینه لرونکې نجلۍ وه. دا زموږ د ملک بدمرغي ده چې موږ داسې خلک په نښه کوو او هغوي له ژونده بې برخې کوو. زموږ په ملک کې د داسې خلکو قدر نشته. له ما سره د دې د مړینې د غندنې لپاره لفظونه نشته . د دې څه قصور و؟ هغه بې ګناه وه او د دې وژنې غندنه باید ټوله کراچۍ او ټول پاکستان وکړي.

د سیند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه د سبین محمود د قتل په اړه له اړونده چارواکو رپورټ غوښتی دی .

تېر کال په همدې میاشت کې په کراچۍ کې د پاکستان پر نامتو خبریال حامد میر هم وسله وال برید شوی وو چې نوموړی پکې سخت ټپي شوی وو.

زیاتره شننونکي فکر کوي چې پر حامد میر باندې هم برید له دې کبله شوی وو چې هغه د ورک کړل شوو بلوڅانو په اړه مرکې او خپرونې کړې وې.

د سبین محمود تر مرګ روسته د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره مبارزه کونکي میر محمدعلي تالپور په خپل تویټر لیکلي چې موږ ډېره ایمانداره او مهربانه ملګرې وبایلله،

د میر محمد علي تالپور په وینا ، بلوڅان به تل د سبین محمود شکرګزار وي او د هغې خواخوږي به په یاد ساتي.

د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو د سبین محمود وژنه غندلې ده . د دې حملې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې .

XS
SM
MD
LG