د افغانستان په لغمان ولایت کې نن جمعه شاوخوا درې بجې د مهترلام بابا د زیارت مخې ته په یوه ګاډي ماین چاودلی چې له امله یې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یو تن په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي نقیب الله ورور هم شامل دی.
د یادې پېښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.