د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په اسلام کې د تشدد ګنجایش نشته'


د خانه کعبې امام وايي، اسلام د امن او مينې مذهب دی او په دې کې د زور زياتي ګنجايش نشته.

د لاهورګرېنډ جومات بحريه ټاون کې د جمعې تر لمانځه وړاندې خطبه کې د خانه کعبې امام شېخ خالد الغامدي وينا وه په اسلام کې د زور زياتي او تشدد هېڅ ځای نشته او پېغمبر اسلام د مېنې امن او ورولۍ درس ورکړی دی.

د ده وینا وه اسلام نه یوازې ترهه ګرۍ غندي بلکې مخنیوی یې کوي او په دغه لړ کې دې ټول عالمان د اسلام روڼ او روښانه مخ نړۍ ته وښيي.

د کعبې امام وينا وه، اسلام کې اقليتونو ته حقونه ورکړل شوي دي او اسلامي حکومتونه دې له اقليتونو سره ښه سلوک ولري. له خطبې وروستو شېخ خالد الغامدي د جمعې د لمانځه امامت وکړ. د مطبوعاتو له مخې د کعبې امام پرون «زیارت ورځ» په اووه ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG