د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چین له پنجابه ډارېږي'


د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د کاشغر ګوادر لارې رخ بدلولو په لړ کې او په پاکستان کې د چېن په سرمایه کارۍ سختی نیوکې وکړې او له مرکزې حکومته یې غوښتنه وکړه چې کاشغر - ګوادر لاره دې په زړه نقشه جوړه کړل شي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر دې خپګان ښودلی چې د چېن په پانګونو«اقتصادي تړونونو» کې پښتونخوا صوبه او قبایلي سیمې له پامه غورځول شوې دي.

د پنجشنبې په ماښام د اسمبلۍ غونډې ته د قومی وطن ګوند پارلمانی مشر سکندر خان شیرپاو وویل، د پاکستان مځکنی ارزښت د پښتونخوا او قبایلي سیمو له کبله دی خو مرکزي حکومت دا سیمه له پامه غورځولې.

د عوامي نېشنل ګوند غړي احمد خان بهادر وویل، که په خېبرپښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف ګوند د کاشغر - ګوادرتجارتي لارې پر بدلون په اسلام اباد کې احتجاج وکړي نو د خېبر پښتونخوا ټول ګوندونه به ورسره ودرېږي.

د جمعیت علماء اسلام (ف) مخکښ مفتي سید جانان وویل، په صوبايي حکومت کې دا توان نشته چې د صوبې د حقونو لپاره مبارزه وکړي.

په حکومت د شریک ګوند جماعت اسلامي غړي حبیب الرحمان بیا وویل، په کار ده چې د صوبې د ټولو ګوندونو مشران په ګډه د پاکستان له مرکزي حکومته د خپلې صوبې حقونه وغواړي.

تر دې وړاندې د شورو ورځ د چين ولسمشر د دورې وروستو د پښتونخوا د وزیر اعلا په رنګ لوړپوړی چارواکې په اول ځل په پاکستان د چېن په سرمایه کارۍ نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په دې سرمایه کارۍ کې وړې صوبې له پامه غورځول شوې دي.

پرویزخټګ د چین او پاکستان پر تړونونو انتقاد کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د شورو ورځې ماښام په وزیر اعلا کور پېښور کې د کاشغر - ګوادر لارې په اړه په خصوصي خبري غونډه کې وویل، چې له چېنه تر ګوادره د لارې مخ بدل کړل شوی دی او له مرکزي حکومته یې غوښتنه وکړه چې دا لاره دې هم د زړې نقشې مطابق له ډېره اسماعېل خانه تېره کړل شي:

«زموږ غوښتنه ده چې اصلي تجویز شوې لارې منصوبه عملي کړل شي- په نوې لاره کې د دې منصوبې د ګټي یوه برخه هم زموږ صوبې ته نه ده ورکړل شوې، او زموږ صوبه هم د تېر وخت په شان شاته پاته ساتل شوې ده، د نوې لارې دویم زیان دا هم دی چې تر زړې لارې ۶۳۵ کلومیټره اوږده ده، نو دا کوم څه چې زموږ سره روان دی موږ په دې د مرکزي حکومت پر ضد احتجاج کوو او موږ به په هر ډګر د خپلې صوبې د حق خبره پورته کوو»

په خبری کانفرنس کې د پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک دا هم وویل چې د اقتصادي راهدارۍ د رخ بدلولو پرته له چېن سره په نورو لوظنامو کې هم د پښتونخوا او بلوچستان سره زیاتی شوی دی.

«شاوخوا دوویشت اشاریه اووه اربه ډالرو لوظنامو کې پښتونخوا ته د دوه اشاریه اووه اربه ډالرو، پنجاب ته د ۱۱ اربه ډالرو سیند ته د ۹ اربه ډالرو منصوبې ورکړل شوې دي او د بلوچستان پکې نوم هم نه شته، او د دې لوظنامو په لړ کي د پښتونخوا او بلوچستان له اعلا وزیرانو سره هېڅ رقم مشاورت نه دی شوی«

د خبر یالانو د دې پوښتنې چې د چېن له چارواکو سره وړې صوبې ولې نیغ په نیغه خبرې نه کوي؟نو په ځواب کې د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وویل چې د چين چارواکي له پنجابه ډارېږي او یو ځل هغه د چېن له سفیر سره ملاقات کړی و او د پښتونخوا د ځینو منصوبو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې خو بیا روستو د چېن سفیر ورته وویل چې د هغوی د لیدلو کتلو تصویر دې رسنیو ته ورنکړل شي نو له دې دا خبره څرګنده ده چې د چېن چارواکي له پنجابه څومره یره ترهه لري.

XS
SM
MD
LG