د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په قبایلي سیمو کې امنیت ساتل د ولس نه بلکې د حکومت ذمه واري ده”


د پاکستان بشري حقونو کمېسیون د هغه هېواد پر پوځ غږ کړی دی چې په قبايلي سیمو کې دې روان عملیات شفافه کړي او ولسي وګړي دې له مرګ ژوبلې او تاوانونو وژغوري.

د کمېشن مشرې زهرې یوسف د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل،په قبایلي سیمو کې چې د کومې سطحې جګړه روانه ده نو بې له شکه پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

زهرې یوسف وویل، پوځ دې د ولسي وګړو ځاني زیانونو رېکارډ وساتي. د نوموړې د دې څرګندونو په ځواب کې یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل،

دوی پوره هڅه کوي چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي و نه وژني او دا چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې رېکارډ له پولیټیکل انتظامیې سره پروت وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG