په پېښور کې د پولیسو له ګلبهار تاڼې سره نن (جمعه) سهار په چاودنه کې پنځه پولیس واله او درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د پولیسو د سپیشل برانچ یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې دې پېښه کې د ایمرجنسی ریسپانس فورس یو ګاړی په نښه کړی شوی دی.
د پیښې په ځای کې د پېښور ایس ایس پي اپریشن میا محمد سعید له خبریالانو سره په خبرو اترو کې وویل چې زخمي شوي پنځه واړه پولیس اهلکار لیډی ریډنګ روغتون ته رسول شوی دی
د بم ډسپوزل سکواد په وینا دې چاودنه کې دوه کلو ګرامه چاودونکي مواد کارول شوي دي او د ګلبهار تهانې خوا کې دا ځای پر ځای کړی شوي بم د یو ټایم ډیوایس د لارې چول شوی دی.
چا تر اوسه د دې پېښې پړه نه ده منلې.